د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ننګرهار کې 'باور غورځنګ' د فساد پر وړاندې د مبارزې د پيل اعلان وکړ


د باور غورځنګ غړي
د باور غورځنګ غړي

باور غورځنګ په افغان حکومت کې د ګډوډيو، د داعش او طالب وسله والو د جګړو، د افغان سياسيونو د ناسمو مبارزو او په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنو پر وړاندې د يو شان مبارزې خبرداری ورکړ.

د دغه غورځنګ سلګونو پلویانو د خپلو مبارزو پيل له ننګرهاره وکړ او په خبره یې چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې به لویې غونډې وکړي.

د باور غورځنګ مشر نجيب ازاد افغان حکومت تورن کړ چې ګوندې له ولسوالۍ نیولې تر وزارتونو د جګړو په تودولو او دوام کې لاس لري او په خبره یې، ځکه يې پر وخت تدابیر نه نیسي.

ده وویل چې باورغورځنګ به د خلکو د حقونو ترلاسه کولو لپاره په ټولو ولایتونو کې ګامونه پورته کوي او ستونزو ته به یې رسېدنه کوي.

د باور غورځنګ مشر نجيب ازاد
د باور غورځنګ مشر نجيب ازاد

دی وايي: "باور غورځنګ به دلته ادرس ولري، که له هر چا سره ظلم کېږي، که له چا پیسې اخېستل کېږي، که څوک ځورول کېږي، باور غورځنګ ادرس ته به راځي، که والي وي، که رئیس وي، که مدیر وي او که امر وي، هغه به ستا ستونزې ته رسېدګي کوي، که نه دروازه به تړل کېږي، که زموږ غوښتنې نامشروع وې، عدلي او قضایي ارګانونه به یې ووایي."

باور غورځنګ شااوخوا درې میاشتې وړاندې رامنځته شو او له هماغه وخته یې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو د ملاتړ جذبولو لپاره خپلې چارې پیل کړې.

په دې اړه د جوړې شوې غونډې ګډونوالو هم د باور غورځنګ له پيل شوې مبارزې ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې نور به د خپلو حقونو غوښتنه په خپله کوي.

دوی وويل، له دې وروسته به په ګډه او یوځای په هېواد کې د ناامنۍ، فساد، ګډوډيو او ناانډيوالۍ د ډېروالي پر وړاندې مبارزه کوي.

دوی همدا شان پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړچې په هېواد کې جګړې ودروي او له ورور وژنې او وینې تویېدنې دې لاس واخلي.

د دوی له ډلې امېد حیران وایي: "په هېواد کې شته ناامنۍ، بې عدالتۍ، تبعیض او انحصار پرضد راټول شوي یوو، ناامني اوج ته رسېدلې او حکومت یوازې تمثیلي کارونه کوي او ولس په کې مظلوم او محکوم دی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو که له یوې خوا سولې ته د خلکو هیلې ډېرې شوي او د جګړې له ښکېلو خواو د اوربند غوښتنه کوي، خو ورسره سم د هېواد له شلو زیاتو ولایتونو کې د جګړو سنګرونه تاوده شوي دي.

د افغان جګړې دوه سترې خواوې افغان حکومت او وسله وال طالبان د قطر په مرکز دوحه کې د سولې په نیت په خبرو بوخت دي، خو تردې دمه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG