د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰
امریکا کې ولسمشریز انتخابات
امریکا کې ولسمشریز انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه شااوخوا ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۱۸:۰۸ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا نیوادا ایالت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرل د نوومبر تر پنځمې نېټې ځنډیدلي دي.

په دغه ایالت کې چې ډونالډ ټرمپ او جوبایډن په کې ټاکنیزې سیالۍ کې یو بل ته نژدې دي، د راغلي ځنډ دلیل مشخص نه دی.

د نیوادا تر څنګ د امریکا د پنځو نورو ایالتونو د رایو برخه لیک لا معلوم نه دی.

د دغه ایالت د ټاکنو ادارې ویلي، د هغو رأیو شمېرنه چې د پوست له لارې ور رسیدلي ډېر وخت غواړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې د رایو شمېرنه یې ولې بلې ورځې ته ځنډولې.

۱۸:۴۱ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا د انتخاباتو په اړه په کابل کې افغان ښاریان بېلابېل نظرونه لري چې د ازادي راډیو خبریالې د یوه ویډیويي راپور په بڼه رانغاړلي دي.

د امریکا د ټاکنو په اړه د افغانانو بېلابېل نظرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

۱۵:۵۱ ۱۵.۸.۱۳۹۹

په داسې حال کې چې د امریکا په ځینو کلیدي ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو رایه-شمېرنه روانه ده، په ټوله امریکا کې د ټاکنو د پایلو پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

د رایو مرکزونو له تړل کېدو ۲۴ ساعته وروسته هم د ټاکنو نتیجه معلومه نه‎ده.

د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.

د امریکا په ګڼو ښارونو کې مظاهره کوونکو وغوښتل چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.  

د ولسمشرۍ کاندید، ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و، دا وروسته له هغې چې په مشیګان او ویسکانسن ایالتونو کې یې بریاوې خپلې کړې.

وروسته له هغې چې اعلان شوه، جوبایډن د مشیګان ایالت رایې وړي، نوموړي وویل، دی د انتخاباتو د ګټلو تمه کوي.

بایډن زیاته کړه، باوري دی؛ اوس دا روښانه ده چې د ټاکنو ګټلو لپاره به د کافي ایالتونو رایې خپلې کړي.

د امریکا د ټاکنو سیسټم یو څه پېچلی دی، ځکه یو ولسمشر تر ډېره د ټاکنیزو کالجونو د رایو د شمېر له مخې ټاکل کېږي.

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګدون د امریکا پنځوس ایالتونه په ټوله کې ۵۳۸ ټاکنیز کالجونه یا "الکټورال" لري او هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه خپل کړي، هغه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی ګڼل کېږي.

ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و،
ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و،

له تېرې شپې په څلورو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او ناویدا کې د رایو شمېرنه روانه ده او د جو بایډن د ټاکنیزو کالجونو یا الکټورال شمېر ۲۵۳ او د ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شواهدو وړاندې کولو پرته ټینګار کړی چې په رایه اچونه او رایه شمېرنه کې لویې ستونزې وې.

جمهوریت غوښتونکو چې ډونالډ ټرمپ یې کاندید دی، په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی او د ولسمشر ټرمپ پارېدلي پلویان د ډیټرویت او فینکس د رایې ورکولو مرکزونو مخې ته راټول شوي وو.

د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.

ټرمپ په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی
ټرمپ په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی

تراوسه معلومه نه ده، چې د امریکا د ولسمشرۍ د څلورکلنې دورې ګټونکی څوک دی، ۷۴ کلن ډونالډ ټرمپ که یې ډیموکرات سیال ۷۷ کلن جوبایډن؟

هرڅوک چې د ټاکنو ګټونکی وبلل شو، په جنورۍ میاشت کې د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه پرځای کوي.

XS
SM
MD
LG