د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹
امریکا کې ولسمشریز انتخابات
امریکا کې ولسمشریز انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه شااوخوا ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۱۴:۳۷ ۱۳.۸.۱۳۹۹

نن د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي

د امریکا د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ د ټاکونکې سیالۍ ورځ. دواړه پر یو بل له میاشتو میاشتو نیوکو وروسته نن د مبارزې اصلي ډګر ته ځي.

د کرونا د وبا سربېره به میلونونه امریکایان رایې ورکړي چې په پایله کې به‌یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا مشرتابه وټاکي.

رسنۍ وايي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن او مرستیاله‌یې کامالا هارس به نن له خپلو ژوند شریکو سره په پنسلوانیا کې رایې ورکړي.

ولسمشر ټرمپ تېره شنبې په فلوریډا کې رایه ورکړې وه.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دې هېواد ایالتونه په درې ګټګوریو وېشل کېږي، سره رنګي د جمهوري غوښتونکو ملاتړي، ابي د ډیموکراتانو ملاتړي او زیړ ټال وهونکي یا بدلېدونکي ایالتونه وي. همدا زیړ بدلېدونکي ایالتونه ډېر کله د امریکا د ولسمشر برخلیک ټاکي.

ډونالد ټرمپ او جوبایډن

سږ کال فلوریدا، میشیګان، اوهایو، جورجیا او ارېزونا د تکزاس ترڅنګ د ګټونکي کاندید لپاره برخلیک ټاکونکي دي.

د امریکا د ولسمشرۍ په سږنیو انتخاباتو کې شااوخوا ۲۴۰ میلیونه وګړي د رای ورکولو په شرایطو برابر دي. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له دوی څخه به په سلو کې ۶۵ په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د دوشنبې تر ورځې پورې نږدې ۹۷ میلیونه امریکایانو د خپلې خوښې کاندید ته تر وخت مخکې رایې ورکړې وې. دا شمېر د ۲۰۱۶ م کال په انتخاباتو کې د ټولو رأی ورکوونکو له درې برخو څخه د دوو برابر دی.

په عمومي توګه هغې انتخاباتو کې ۱۳۵ میلیونه وګړو رایې ورکړې وې.

د امریکا غږ د راپور په اساس په رأی ورکوونکو کې یوازې ۱۵ میلیونه هغه کسان شامل دي چې دې تېرو ۴ کلونو په موده کې ۱۸ کلن شوي او د رأی ورکولو په شرایطو برابر شوي دي.

په امریکا کې له وخت مخکې رأی ورکونې بهیر

په امریکا کې د ۱۹۹۴ م کال راهیسې تر اوسه د امریکا ولسمشران پرله‌پسې دوه دورې په واک کې پاتې شوي دي. یوازې د جورج ډبیلو بوش پلار جورج اېچ ډ‌بیلو بوش د ۱۹۹۴ م کال په انتخاباتو کې د څلور کلنې دورې له پوره کولو وروسته د بېل کلېنټن په وړاندې ماتې وخوړه.

اوس معتبرې امریکايي رسنۍ د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت د کمېدو خبر ورکوي. دې رسنیو په ۲۰۱۶ م کال کې وړاندوینه کړې وه چې د هېلري کلېنټن ملاتړ تر ټرمپ زیات دی، خو په انتخاباتو کې کلېنټن ماتې وخوړه.

نن د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت امریکا د دې هېواد د سنا غړو ته هم رایې ورکوي چې د شپږ راتلونکو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

۱۴:۵۸ ۱۳.۸.۱۳۹۹

۱۸:۲۲ ۱۳.۸.۱۳۹۹

امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي. دې انتخاباتو ته په څو لسیزو کې د مهمو ټاکنو په سترګه کتل شوي دي.

دواړه کاندیدان، ولسمشر ډونالد ټرمپ او پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایدڼ سره ډېر بېل نظرونه لري او کرونا وبا هم په متحده ایالاتو کې خپره ده.

د اټکلونو له مخې دا ځل به د تېرو انتخاباتو په پرتله چې ۵۵ په ۱۰۰ کې د رایو په شرایطو برابرو خپلې رایې وکارولې، ډېر کسان رایې ورکړي.

په امریکا کې د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي چې دا ځل دا انتخابات په خاصو شرایطو کې ترسره کېږي.

ښاغلی جلالي زیاتوي: "یو دا چې کرونا وبا د ژوند پر هر اړخ اثر کړی دی، بل اقتصاد ته‌یې لږ صدمه رسولې ده، بل په امریکا کې خلک ډېر سره وېشل شوي دي."

تر اوسه ۹۷ میلیونه کسانو د اېمېل او پوستې له لارې خپله رایه کارولې ده.

۱۹:۳۹ ۱۳.۸.۱۳۹۹

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG