د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲
امریکا کې ولسمشریز انتخابات
امریکا کې ولسمشریز انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه شااوخوا ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۰۵:۱۱ ۱۴.۸.۱۳۹۹

فېس‌بوک او ټویټر یو شمېر خبري حسابونه او پاڼې بندې کړې

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ فېس‌بوک او ټویټر ټولنیزو شبکو یو شمېر خبري حسابونه او پاڼې بندې کړې.

دا شبکې وايي چې دا پاڼې تازه جوړې شوې وې او د پالېسۍ خلاف‌یې د ټاکنو په اړه معلومات خپرول.

د فېس‌بوک او ټویټر لوګو
د فېس‌بوک او ټویټر لوګو

د ټویټر اداره وايي چې ځیني تړل شوي حسابونه داسې وو چې یو ډول معلومات به‌یې خپرول او ځانونه‌یې هم خپلواک ګڼل.

۰۵:۱۳ ۱۴.۸.۱۳۹۹

امریکا کې ځیني انتخاباتي مرکزونه وتړل شول

د امریکا متحده ایالاتو په ځینو ایالتونو کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي دي.

د لومړنیو نتایجو پر بنسټ ډونالد ټرمپ تر دې دمه د انډیانا او کېنتکي په ایالتونو کې او جوبایډن د وېرمانټ په ایالت کې مخکې دي.

ډونالد ټرمپ او جوبایډن
ډونالد ټرمپ او جوبایډن

۰۶:۲۲ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالد ټرمپ ۴۶ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

۰۶:۲۴ ۱۴.۸.۱۳۹۹

د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کې ډیموکرات نوماند جوبایډن ۴۲ الکټرول کالج رایې ترلاسه کړې دي.

جوبایډن
جوبایډن

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG