د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶
امریکا کې ولسمشریز انتخابات
امریکا کې ولسمشریز انتخابات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال ولسمشریز انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه شااوخوا ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۰۰:۲۶ ۱۴.۸.۱۳۹۹
د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو ډیموکرات نوماند جوبایډن په پنسلوانیا کې له خپلو ملاتړو سره د لیدو پر مهال
د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو ډیموکرات نوماند جوبایډن په پنسلوانیا کې له خپلو ملاتړو سره د لیدو پر مهال

۲۳:۱۹ ۱۳.۸.۱۳۹۹

په امریکا کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره جمهوري غوښتونکی ډونالد ټرمپ او ډیموکرات جوبایډن سیالي کوي.

نن په دغه هېواد کې ولسمشریز انتخابات پیل شول، ډېری رأی ورکوونکو د کرونا ویروس له امله له وخت مخکې رایې ورکړې دي.

د امریکا ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکا یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس سخت ځپلی.

ان اوسنی ولسمشر او جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوي و او ان ښاغلی ټرمپ د څو ورځو لپاره په روغتون کې بستر شو.

د ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کې په کرونا ویروس د ښاغلي ټرمپ اخته کېدو اندېښنې هم راپارولې.

خو پوښتنه دا وه چې که د امریکا ولسمشر د ناروغۍ له امله نه‌شي کولای خپله دنده پر مخ یوسي او یا هم مړ شي، څه کېږي؟

د امریکا د اساسي قانون ۲۵مه ماده واضح حکم کوي چې د ولسمشرۍ صلاحیتونه مرستیال ولسمشر مایک پنس ته انتقالېږي او چارې به تر هغو مخ ته وړي چې د ناروغۍ په صورت کې ولسمشر بېرته ښه شوی نه‌وي او د چارو د پر مخ بیولو وړتیا ولري.

خو که تر انتخاباتو مخکې یا تر هغې وروسته د ولسمشرۍ یو کاندید مري، څه پېښېږي؟ که د ولسمشر تر لوړې مخکې د انتخاباتو ګټونکی مړ شي څه پېښېږي؟

اسوشیټډ پرس خبري اژانس په یوه مطلب کې دې موضوع ته وروسته له هغې پام اړولی و چې د امریکا ولسمشر او د روانو انتخاباتو جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ پر کرونا ویروس اخته شو او په روغتون کې تر درملنې لاندې و. پر هغه ویروس چې تر اوسه‌یې د ډېری امریکایانو ژوند اخیستی.

د امریکا ولسمشر او جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ وروسته له هغې چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله روغتون کې بستري شو د لنډې مودې لپاره له روغتونه راووت.

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې تر اوسه په امریکا کې هېڅکله هم داسې نه‌دي پېښ شوي چې د نومبر له پیله چې په درېیمه نېټه‌یې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي او د ګټونکي ولسمشر تر لوړې پورې چې د بل کال د جنورۍ ۲۰مه ده، په څه کم درې میاشتو موده کې دې ګټونکی کاندید مړ شوی وي.

د امریکا اساسي قانون او همداراز د انتخاباتو ایالتي او فدرالي قوانینو کې په دې اړه د مشخصو تګلارو یادونه شوې، خو دې ته په پام چې داسې څه تر اوسه نه‌دي پېښ شوي، ګرانه ده چې د دغه بهیر د نتیجې ډاډ ترلاسه شي.

د ولسمشرۍ د ګټونکي په اړه به وروستۍ پرېکړه د امریکا د استازو جرګه کوي.

د امریکا کانګرس د دواړو جرګو غړي

که د ولسمشرۍ یو کاندید تر انتخاباتو مخکې یا وروسته مړ شي د دې امکان شته چې سیاسي ګوند د مړه شوي کاندید پر ځای بل څوک ونوموي، خو نه لکه اوس چې د انتخابات روان دي.

د انتخاباتو نېټه هم د فدرالي قانون له مخې چې سږ کال د نومبر درېیمه ټاکل شوې وه، یوازې کانګرس‌یې بدلولی شوی.

که د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی تر انتخاباتو وروسته مري په هغه صورت کې د اساسي قانون د ۲۰مې مادې له مخې د هغه مرستیال د جنورۍ په ۲۰مه د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي، خو نوی ولسمشر تر هغو رسماً منتخب ولسمشر نه‌شي ګڼل کېدای چې د کانګرس دواړه جرګې د انتخاباتي رایو تر شمېرلو وروسته هغه رسماً ګټونکی اعلان کړی نه‌وي.

که یو کاندید مخکې تر دې چې ګانګرس‌یې ګټونکی اعلان کړي مړ شي، په هغه صورت کې تر ټولو یو مبهم حالت رامنځته کېږي.

د دوه ګوندیزې پالېسۍ په مرکز کې د دولتي مطالعاتو د څانګې مشر جان فورټیر ویلي کانګرس به د انتخاباتي هیئتونو په اړه چې رأی ورکوونکو د خپلې خوښې کاندید ته ورکړي، پرېکړه کوي.

انتخاباتي هیتئونه یا کالج ښایي د هغه کاندید پر خوا چې په غالب ګومان به د ولسمشرۍ مرستیال کاندید وي، راټول شي.

د امریکا کانګرس ماڼۍ

د امریکا کانګرس هغه وروستۍ مرجع ده چې د منتخب ولسمشر او د مرستیال په اړه‌یې پرېکړه کوي.

کانګرس صلاحیت لري چې انتخاباتي رایې چې سپینې ماڼۍ ته د یوه ولسمشر د بریالیتوب لپاره‌یې حد ۲۷۰ ټاکل شوی، ومني یا هغه رد کړي.

که هېڅ یو کاندید دغه حد پوره نه‌کړي، د استازو جرګه ولسمشر او د مشرانو جرګه مرستیال ولسمشر ټاکي.

کانګرس تر اوسه د ولسمشرۍ د درې انتخاباتو په اړه وروستۍ پرېکړه کړې چې وروستۍ یوه‌یې شااوخوا ۱۵۰ کاله پخوا وه.

۲۳:۰۶ ۱۳.۸.۱۳۹۹
رأی ورکونې ته یو شمېر په تمه امریکایان
رأی ورکونې ته یو شمېر په تمه امریکایان

۲۳:۰۵ ۱۳.۸.۱۳۹۹
عبدالله: د امریکا د انتخاباتو نتیجه به پر افغانستان اغیز ولري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:52 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG