د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

مرضونو، جګړو او د لارې بندېدو د ارزګان باغداران ځپلي


ارشيف
ارشيف

نباتي ناروغیو او جګړو د انارو پر حاصلاتو اغېز کړی او ارزګان ته د تللو لارو تړل کېدو یې بیا بیې هم راټیټې کړي دي.

سیف الله د ترینکوټ ښار اړوند سفیدخار سیمه کې د انارو پر باغ اوبه لګوي.
په اوه جریبه مځکه د جوړ شوي دې باغ انار په پخېدو دي.

خو سیف الله خوښ نه دی، او وايي په نورو کلونو کې یې د انارو له حاصل لکونه افغانۍ ګټلې خو سږکال هم یې هم انارو مرضونه کړي او حاصل یې کم دی او هم سوداګر نه لري.

هغه زیاته کړه: "زیات مرضونه یې کړي، څلورمه برخه په کې روغ انار نه شته، ټول وراسته شول، یا وچاودېدل، دا تورې اوښکې یې وکړې، مچ یې کړي وچ شوي دي، نو د سږکال خواري مو اوبو یوړه، انار مو هېڅ سوداګر نه لري."

سیف الله وايي، د انارو د مرضونو د مخینوي لپاره یې هڅې وکړې خو پایله یې نه درلوده.

په ترینکوټ کې بزګران وايي، نه یوازې چې د انارو حاصل سږ کال مرضونو ځپلي بلکې د انارو رسېدلي باغونه یې د جګړو په سیمه کې پاتې دي.

کریم الله یو له همداسې لسګونو باغدارانو څخه چې پنځه جریبه باغ یې د جګړو سېمه کې پاتې دی، او د حاصل ټولولو لپاره نه شي ورتلی.

نوموړي وویل: "موږ په کور کې ۲۵ تنه یوو، د ټولو سترګې د انارو حاصل ته وې او هېله مو دا وه چې ښې پیسې به راته جوړې کړي، خو اوس د جګړو له امله نه شو ورتلی، حیران پاتې یوو، کور مو هم کرايي دی، بله هېڅ ګټه هم نه لرو، له دولت او طالبانو اوربند غواړو چې د څو ورځو لپاره دې اوربند وکړي، څو خپل حاصلات راټول کړو."

ګومان نه کېږي چې د اوربند په اړه دې د کریم الله په څېر د ارزګان د باغدارنو هېله لږ تر لږه په نږدې ورځو کې پوره شي.

په ارزګان کې د انارو د باغدارانو ستونزه دلته نه ختمېږي چې مرضونو او جګړو یې حاصلات کم کړي، بلکې ارزګان ته د لارو بندېدلو په دې ولایت کې د همدې کمو انارو بیې هم نیمايي راټیټې کړي دي.

۲۷ کلن نصیب الله چې د ترینکوټ د سبزیو په مارکیټ کې انار پلوري وايي: "پخوا به مې پر دې ځای د ورځې یو خروار انار پلورل، خو سږکال چې انارو مرضونه وکړل، ۲۰ منه هم نه شو پلورلی، لارې هم تړل شوي او انار هم خراب دي."

د ترینکوټ په سبزیو مارکېټ کې دا مهال د یو من روغو انارو بیه ۸ افغانۍ ده.

خو ویل کېږي چې په کندهار کې بیا د همدې یو من انارو بیه تر 200 افغانیو رسېږي.

نصیب الله وايي، که لارې خلاصي وي، د کروندو ګرو د انارو حاصل که څه هم سږ کم دی، خو بیې به یې تر اوس لوړې وای.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ په دې ولاین کې پر شپږ زره او ۵۴ هکتاره مځکه د انارو باغونه دي.

د دې ریاست چارواکي تر ډېره هغه ستونزې مني چې د انارو باغداران ورسره مخ دي.

د دې ادارې رئیس احمد شاه خیري وايي، جګړو، مرضونو او د لارو بندیدو، د انارو حاصلات په سلو کې 30 زیانمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د لارو د خلاصون لپاره خپلې ټولې هڅې کړي، ولایت مقام ته مو پیشنهادونه کړي او دغه راز په سیمه کې مو د قومي مخورو له لارې هم هڅې کړي دي چې یو شمېر سیمو کې یې مثبته نتیجه ورکړي، زموږ له وسله والو طالبانو او دولت دا غوښتنه ده چې د ولسي خلکو پر مخ لارې پرانېزي، څو هم حاصل راټول کړي او هم یې وپلوري. "

طالبانو د تېرو څلورو کلونو راهېسې ترینکوټ ته د ارزګان د ټولو ولسوالیو لارې تړلي دي او له تېرو دوو میاشتو راهېسې یې د ارزګان – کندهار لویه لاره هم تړلې چې خلک اوس له ډېرو اوږدو فرعي لارو څخه تګ راتګ کوي.

کرنه او مالداري د ارزګان د زیات شمېر خلکو لپاره د ډوډوۍ ګټلو یوازینۍ لاره ده، خو دغلته د جګړو پراختیا او د لویو لارو تړل کېدو د دې ځای پر کروندګرو چې لا دمخه جګړو ځپلي د ژوند ساحه نوره هم راتنګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG