خبرونه
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو نننۍ مقدماتې خبرې پای ته رسېدلي
دافغانستان د اوږد مهاله جګړې د ختمېدو په هدف په دوحې کې د افغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ نننۍ مقدماتي خبرې د سولې د راوستلو په هیلو ختمې شوې.
دواړو لورو په افغانستان کې د سولي پر اهمیت او اړتیا خبري وکړې.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې خبرو کې د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.
په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لخوا شیخ تمیم بن حمد لخوا پرانبستل شول، پر ښاغلي عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې.
وینا والو په ټوله کې په دې خبرو کې د دواړو لورو د مرکچیانو تر منځ په ښه نیت د سولې خبرو د پرمخ وړلو او ښو پایلو هیله وښوده .
ټاکل شوې ده چې سبا به د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي او د دوشنبې په ورځ به د طالبانو د سولې پلاوی د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره په رسمي ډول د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
يواينايچسيار د پکتيکا زلزلهځپليو ته ۸۰۰سرپناوې جوړوي
د ملګروملتونو د کډوالو لويه کمېشنري وایي چې، په پکتیکا کې به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوې جوړې کړي چې کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کې ویجاړ شوي دي.
د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګې پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کې د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بوديجې جوړ شي او تمه کوي چې دغه کورنۍ به وکولای شي چې له سږني ژمي مخکې خپلو دغو نویو کورونو ته کډه شي.
د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول.
د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.
د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د ورښت او سختو بادونو-دوړو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن د افغانستان په اوولسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سختو بادونو او دوړو اټکل کړی دی.
دې وزارت پرون سهشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، نن په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس او هرات او همدارنګه په سالنګونو کې د تالندې او برېښنا په ملتیا د سختو بارانونو اټکل کېږي.
وړاندوینه شوې چې د ورښت اندازه به د ۱۵ نه تر۴۰ ملي مترو پورې وي.
دې وزارت همدارنګه ویلي، په سالنګونو او د هېواد په یوشمېر لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ نه تر ۷۵ کیلومترو پورې وي، احتمال شته.
د افغانستان په یوشمېر سیمو کې وروستیو بارانونو او سېلونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
طالبان نن پکتيا کې پر يوه کس د "قصاص" حکم عملي کوي
د طالبانو د حکومت ستره محکمه په غزني ولايت کې پر يوه مجرم د تعزیري سزا د عملي کېدو خبر ورکوي.
سترې محکمې پرون سهشنبه په خپله وېبپاڼه کې ولیکل، یو کس چې د اخلاقي فساد په تور د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ابتدايه محکمې د پرېکړې لهمخې تعزیري سزا ورکړل شوې وه، د سترې محکمې د مقام له تایید وروسته په ۳۰ دُرو ووهل شو.
مجرم همدارنګه په ۲۹ ورځو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.
په عینحال کې د پکتیا ولایت د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې لهمخې په پام کې ده چې نن چهارشنبې د ګردیز په ورزشي سټډیوم کې د اسلامي شریعت د احکامو لهمخې پر یو تن قاتل د قصاص حکم عملي شي.
پر قصاص د محکوم شوي کس په اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي، خو د طالبانو قضایي ارګانونه د قصاص د حکم د عملي کېدو خبره وروسته له هغې کوي چې، طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د نومبر په لومړی نېټه په یوه راپور کې د طالبانو د سترې محکمې د جزايي دیوان د مشر له خولې وویل، د محاکمو لهخوا د قصاص ۳۰ حکمونه صادر شوي چې د مشر لهخوا یې تر توشیح کېدو وروسته به عملي شي.
د طالبانو دې مقام ویلي و، په تېرو درېیو کلونو کې د قصاص پنځه حکمونه پلي شوي دي.
د بشري حقونو یوشمېر مدافعې ډلې په عام محضر کې مجرمينو ته د طالبانو تعزیري او د قصاص سزاګانې انساني کرامت ته سپکاوی بولي، خو طالب چارواکي وایي د شرعي احکامو لهمخې دغه سزاګانې عملي کوي.
د روسيې يوې محکمې د جرمونو د نړيوالې محکمې د قاضي هيکل بن محفوظ د نيونې حکم صادر کړی
د مسکو یوې محکمې د حبس د غیرقانوني حکم په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC د قاضي هیکل بن محفوظ د نیولو حکم صادر کړی دی.
محکمې پرون وویل، بن محفوظ تورن دی چې د روسیې د دفاع د پخواني وزیر سیرګي شویکو او د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز والیري ګراسیموف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.
محفوظ او په ICC کې د ده همکارانو روساریو سلواتور آیتالا Rosario Salvatore Aitala او سیرجیوجیراردو اوګالد ګودېنزیس Sergio Gerardo Ugalde Godinez د روان کال په جولای میاشت کې د هغو جرمونو په خاطر چې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیله ترسره شوي دي، د شویګو او ګراسیموف د نیولو حکم صادر کړ.
د ICC قاضیان وايي چې، شویګو او ګراسیموف د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو په توغندویي حملو کې لاس درلود.
پر غزه د اسراييل تازه بريدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي
فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي چې، په غزه کې د اسراییلو په یوه نوي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د ناصر روغتون چارواکو ویلي چې، په خان یونس سیمه کې پر یوه رستوران د اسراییل بېګاني برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان وژلي او د د العوده روغتون چارواکو ویلي دي چې د نُصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییلو بلې حملې کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي دي.
دا حمله داسې مهال کېږي چې، اتو نړیوالو مرستندویو ټولنو نن په یوه راپور کې وویل، اسراییل جګړه ځپلې غزې ته د پراخو بشري مرستو د پرېښودو په اړه د متحدایالتونو غوښتنه له پامه غورځولې ده.
په غزه کې بشري وضعیت د تېرو ۱۳ میاشتو پرتله اوس خورا ډېر خراب دی.
تاجکستان کې سبا د فوټبال درې اړخيزه لوبلړۍ پيليږي
د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوبلړۍ سبا په تاجکستان کې پیلېږي.
دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځهنیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځهنیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سهشنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.
افغان لوبډله له څه باندې پنځهنیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.
شمالي کوريا او روسيې د ستراتېژيکي ملګرتيا يوه موافقه لاسليک کړه
شمالي کوریا له روسیې سره د ستراتیژیکې ملګرتیا هغه موافقه تصویب کړه چې لهمخې یې د دې هېواد ځواکونه د روسیې په خاوره کې د اوکراین پرضد په جګړه کې برخه اخیستلای شي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن د دې موافقې چې په تېره جون میاشت کې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ لاسلیک شوه، د تصویب خبر ورکړ.
په خبر کې راغلي دي چې، د دې موافقې مواد به هغه مهال پوره عملي شي چې دواړه خواوې یې لاسلیک شوې کاپي یو-بل ته وسپاري.
د جنوبي کوریا یوه خبري اژانس یونهپ Yonhap راپور ورکړی چې، د روسیې ولسمشر دا سند مخکې لاسلیک کړی دی.
د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پرځای کېدو چې امریکا، ناټو، جنوبي کوریا او د اوکراین استخباراتو تایید کړي، داسې اندېښنې رامنځته کړې دي چې دا به د اسیا-پاسیفیک سیمه بېثباته او د اوکراین جګړه به نور هم پراخه کړي.
اذربايجان کې د ملګروملتونو له لوري د چاپيريالساتنې کنفرانس به دوه اوونۍ دوام ولري
د چاپیریالساتنې په اړه د ملګروملتونو په نوښت جوړ شوی کنفرانس پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۹۸ هېوادونه د COP29 په نوم دې کنفرانس کې ګډون لري او په غونډو کې به یې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شویو ستونزو په اړه بحثونه وشي.
د اقلیمي بدلون لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ځانګړي سلاکار اندریو هارپر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو تر ټولو ډېر زیانمن شوی، خو لهدې زیانونو سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.
د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، بېوخته بارانونه-سېلابونه او پرلهپسې وچکالۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره: افغانستان کې د غاليو د توليد کلنۍ کچه لوړه شوې
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.
يوايساېآیډي پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د افغاني غالیو له تولید څخه ترلاسه شوي عواید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
د بیان لهمخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوسمهال نژدې دولس لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې نوي یې ښځې دي.
په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا ACEBA په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.
غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم قلم دی.
د غزې په شمال کې د اسراييل ۴ سرتېري وژل شوي
د اسراییلو پوځ وايي چې، ۴ سرتېري یې د غزې د تړانګې په شمال کې وژل شوي دي.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې، څلور واړه سرتېري پرون د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
لهدې سره د تېرکال په اکتوبر میاشت کې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو ټول شمېر ۳۷۶ ته ورسېد.