د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۳:۱۲ ۲۲.۶.۱۳۹۹

قطر کې د سولې مذاکراتو پیل؛ کابل کې د افغانیو نرخ لوړ شوی

په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکېټ (شهزاده سرای) مسؤلین وايي، په قطر کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو په پیلېدو سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو نرخ لوړ شي.

د دغه مارکېټ مرستیال حاجي دادګل نن ازادي راډيو ته وویل چې اوس‌یې یو څه اغېز احساسېږي.

قطر کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل مراسم
قطر کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل مراسم

هغه زیاته کړه: "کله چې د پنجشنبې په ورځ مارکېټونه تړل کېدل وروستي نرخونه ۷۷ افغانۍ وه چې کله د سولې خبرې نن سهار پیل شوې اوس د ډالرو نرخ ۷۶ او ۵۰ ته رسېدلی."

دوی د سولې خبرې په افغانستان کې د هر ډول سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

د سولې بین‌الافغاني خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي.

۱۳:۱۷ ۲۲.۶.۱۳۹۹

عبدالله عبدالله د سولې مقدماتې خبرو کې د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه مقدماتي خبرو کې د یوه بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره په لومړي ځل افغان دولت او طالب مشران نن په دوحه کې د سولې خبرې کوي.

لا هم د دې مقدماتي خبرو اجنډا نه‌ده ټاکل شوې، خو افغان دولت ټینګار کوي چې اوربند یې د بحث لومړیتوب دی.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له‌خوا پرانیستل شول، پر ښاغلي عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې.

ویناوالو په ټوله کې په دې خبرو کې د دواړو لورو د مرکچیانو ترمنځ په ښه نیت د سولې خبرو د پر مخ وړلو او ښو پایلو هیله وښوده.

ټاکل شوې ده چې سبا به د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي او د دوشنبې په ورځ به د طالبانو د سولې پلاوی د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره په رسمي ډول د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.

۱۳:۲۴ ۲۲.۶.۱۳۹۹

۱۳:۴۰ ۲۲.۶.۱۳۹۹

دوحه کې د پیل شویو مذاکراتو په اړه د ځینو افغانانو هیلې

نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو مقدماتي ناسته پیل شوه.

ټاکل شوې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سولې خبرو رسمي پړاو پیل شي.

دا چې د سولې دغه خبرو ته افغانان څومره خوشحاله دي د خاطر پردېس په دې اړه راپورتاژ چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG