د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۴:۵۲ ۲۲.۶.۱۳۹۹

د سولې فعال بنسټونه: افغانان باید په رښتینې ډول د سولې مذاکرات پر مخ یوسي

د سولې په برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د سولې له شته فرصته په ګټنې په رښتیني ډول دا مذاکرات پر مخ یوسي.

په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو د مقدماتي غونډې له پیل سره سم، د سولې برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره، دا خبرې په رښتیني ډول پر مخ یوسي.

د افغانستان سولې انسټټیوټ وايي، وروسته له لسیزو جګړو د بین‌الافغاني خبرو پیل د افغانانو لپاره ګټور فرصت دی چې له لاسه ورکول به‌یې کلونه جبران ولري.

د دې انسټټیوټ مشر یاسر احمدزي د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۲» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم د بین‌الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره لا هم تضمین نه‌شته، خو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو اجماع او د افغانانو د خپلمنځي اختلافونو لهه‌منځه وړل دا بهیر بریالی کولای شي.

احمدزي زیاته کړه: "دا په ټوله کې یو طلایي چانس دی، هم د طالبانو او افغان حکومت لپاره چې باید یې له لاسه ورنه‌کړي، ځکه که دغه چانس له لاسه ولاړ بیا به امریکا او نړیواله ټولنه په دومره لېوالتیا دا پروسه بیا پيل نه‌کړي."

یاسر احمدزی

د طالبانو او امریکا ترمنځ له یو نیم کال زیات وخت خبرو وروسته اووه میاشتې مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې یوه مهم برخه د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو د ۵۰۰ بندیانو او د طالبانو له‌خوا د حکومت د ۱،۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو او تبادلې موضوع چې د هوکړې پر بنسټ تر هغې وروسته به دواړه خواوې بین‌الافغاني خبرو ته کېناستل.

اوس دا بهیر بشپړ شوی، ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ دا خبرې پیل شي چې نن (شنبه) یې مقدماتي غونډه وه.

د افغانستان سولې او شخړې انسټټیوټ وایي، په دوحه کې مذاکراتي پلاوي باید ژر تر ژره د سولې توافق ته ورسېږي.

د دې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي وايي، که افغانان خپلې ستونزې او د غوښتنو لړۍ نرمه کړي، کولای شي د بهرنیو ترورېستي ډلو په وړاندې هم یو لاسي شي.

حکمت الله اعظمي

اعظمي وویل: "افغانان کولای شي د بهرنیو جنګیالیو یا ترورېستي ډلو په وړاندې هم ګډ کار وکړي او د هغو له‌خوا افغانستان او افغانانو ته موجود ګواښ له‌منځه‌یې یوسي، خو که دلته بهرنۍ ترورېستي ډلې وي، نو که طالبان سوله هم وکړي جنګیالي به‌یې له دې ډلو سره یوځای شي."

د افغان سولې فعالینو یوه غوښتنه دا هم ده چې افغان سوله کې دې ټولو هغو لورو ته پام وشي چې جګړې کې یې قربانۍ ورکړې دي.

په ورته وخت کې د سولې ولسي حرکت چې نږدې دوه کاله کېږي د افغان سولې لپاره فعالیت کوي وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو په لړ کې باید تر هر څه دمخه اوربند وشي.

د دې حرکت مشر اقبال خېبر ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا چې اوس د مذاکراتو د مېز تر شا افغانان ناست دي، باید افغان وژنه بنده شي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر

خېبر زیاتوي: "لومړی باید اوربند وشي، له هغې وروسته دې په ټولو اختلافي ټکو په سړه سینه کار وکړي، مشکل نه‌شته، خو په سیمه کې باید د افغانانو د وینو بهېدل ودروي بیا دې په اختلافي مواردو بحث وکړي او هوکړې ته دې ورسېږي."

د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی د جمعې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد.

د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر منصور نادري هم د دغه پلاوي ملګرتیا کوي.

۱۴:۴۱ ۲۲.۶.۱۳۹۹

دوحه کې د سولې مذاکرات؛ ځینو ولایتونو کې جګړې شوي

نن شنبه، په دوحه کې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو لپاره افتتاحیه غونډه پیل شوه، خو راپورونه وايي په دې ورځ هم وسله‌والو طالبانو په کندهار او جوزجان ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونو کړي او ماین چاودنې هم شوې دي.

د قطر پلازمېنه دوحه نن د سولې د بین‌الافغاني خبرو کوربنه ده، خو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بریدونو او ماین چاودنو خبرونه هم ورکول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د خلکو او تأسیساتو ساتنه د دوی دنده ده او که هره وسله‌واله ډله پرې برید وکړي، دوی به‌یې بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

فواد امان

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان نه دفاع کوي، د دښمن هر ډول عمل ته کلک او ځپونکی ځواب ورکول کېږي، که د افغانستان په هر ځای کې د ترورېستي حملو پلان ولري، د افغان ځواکونو هدف ګرځي، موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دښمن لسګونه حملې په شا تمبولي چې تلفات هم وراوښتي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یو شمېر ولایتونو د نا امنیو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کونړ ولایت د پولیسو ویاند فریدالله دهقان ازادي رادیو ته ویلي چې د شنبې په ورځ د دغه ولایت د غازي‌اباد په ولسوالۍ کې د یو ماین په چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د کندهار د پولیسو دفتر بیا ویلي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه کړې او تېره ورځ په همدې سیمه کې پر مېله کوونکو ماین چاودلی چې دوه ملکي کسان‌یې وژلي.

سربېره پر دې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت د چینزه‌يي په کلي کې د لویو لارو د ساتلو پر یوې قطعې برید کړی چې د یادې قطعې د قوماندان مرستیال او ساتونکی په‌کې وژل شوی او د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا په ځوابي برید کې ۹ طالبان هم وژل شوي دي.

دغه‌شان د جوزجان ولایت د مینګه‌جک ولسوال ازادي راته وویل، تېره شپه ۲ بجې وسله‌والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر اړوندو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې د افغان ځواکونو له ځوابي حملو سره مخ شوي دي.

د مینګه‌جک ولسوال دا هم وايي، د دواړو لورو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده چې له امله‌یې د سیمې په سلګونه کورنۍ له خپلو ځایونو بې‌ځایه شوې دي.

د طلبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې عملیات د حکومتي ځواکونو له‌خوا پیل شوي او دوی په دفاعي حالت کې دي، د ده په خبره اوس هم د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د چارو پوهان د دواړو لورو ترمنځ په دا شان بریدونو اندېښنه ښيي او د سولې د روانو خبرو په زیان‌یې ګڼي.

دولت وزیري

پخواني جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل: "دا خبرې د دې لپاره دي چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، که دواړو خواوې د سولې لپاره صادقې واوسي لومړی باید پر اوربند توافق وکړي او که د دواړو لورو څخه جګړه او وژنې روانې وي، بیا نو د سولې راوستل ګران کار دی، د افغانانو هیله دا ده چې لومړۍ خبرې پر اوربند وي."

افغان پلاوي او ورسره مل چارواکي په بین‌الافغاني خبرو او د دغه خبرو په مقدماتي غونډه کې د ګډون لپاره تېره ورځ دوحې ته ورسېدل.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر قطر ته د تګ پر مهال ویلي چې په دغو خبرو کې به د دوی ټینګار د دواړو لورو ترمنځ په اوربند وي.

۱۴:۳۳ ۲۲.۶.۱۳۹۹

قطر کې د سولې روانو خبرو پر وړاندې عمده خنډونه څه دي؟

نن شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو مقدماتي غونډه پیل شوه.

دغې غونډې ته د افغانستان او د نورو هېوادونو ګڼو رهبرانو خبرې وکړې او د افغانستان سوله‌یې د سیمې او نړۍ په ګټه وبلله.

قطر کې د سولې نننۍ بین‌الافغاني خبرې
قطر کې د سولې نننۍ بین‌الافغاني خبرې

صالح محمد صالح په دې اړه په قطر کې د افغانستان د سولې بهیر له څارونکي شېر اعظم اعظم او د سولې فعال شفیع اعظم سره خبرې کړې دي.

په پیل کې یې له شېر اعظم اعظم پوښتنه کړې چې د سولې د دغو خبرو په وړاندې عمده خنډونه څه دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:22 0:00
مستقیم لېنک
۱۴:۰۳ ۲۲.۶.۱۳۹۹

کابلوف: هیله ده قطر کې د سولې خبرې د روغې جوړې پیلامه وي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی هیله ښیي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په افغانستان کې د روغې جوړې پیلامه وي.

قطر کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو نننۍ ناسته
قطر کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو نننۍ ناسته

ضمیر کابلوف چې د دوحې په نننیو خبرو کې د یوه څارونکي په توګه ګډون لري ازادي راډیو ته وویل: "هیله ده چې دا مراسم یوازې مراسم پاتې نه‌شي، بلکې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ارامۍ پیل وي."

د روسیې د استازي په ګډون د لسګونه هېوادونو ډیپلوماتانو او د نړیوالو ادارو استازو په مستقیم او یا انلاین ډول د دوحې په خبرو کې برخه اخیستې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG