د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

جوبایډن: ټرمپ په قصدي ډول د کرونا ویروس اهیمت کم ښودلی و


د امریکا ولسمشر پخوانی مرستیال او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ سیال جوبایډن
د امریکا ولسمشر پخوانی مرستیال او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ سیال جوبایډن

د امریکا د ولسمشر پخوانی مرستیال او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ سیال جوبایډن وایي، ټرمپ تېر ژمی په خصوصي ډول د کرونا ویروس جدي بللی، خو په عام محضر کې یې ویلي و چې هغه له انفلوانزا څخه ډېر بد نه‌دی چې د ده په وینا دا د امریکا د ولس "له ژوند او مرګ سره خیانت" دی.

بایډن پرون چهارشنبې په مشیګان کې د کمپاین یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ټرمپ په دې پوه و چې دغه ویروس جدي دی، خو په قصدي ډول‌یې اهیمت کم کړی و.

بایډن دغه څرګندونې د ټرمپ هغو ثبت شویو څرګندونو ته په اشاره وکړې چې وایي، په قصدي توګه‌یې د کرونا ویروس ګواښ ځکه کم بللی و چې د وېرې مخه ونیسي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې چې د مارچ په ۱۹مه ثبت شوې وایي، ده تل دا غوښتل چې دغه خطر کم وښیي.

ټرمپ له دې مخکې د فبرورۍ په اوومه په یوه مرکه کې دا منلې وه چې دی په دې پوه و چې د کرونا ویروس څومره وژونکی او مرګونی دی.

خبریال باب وودوارډ چې د یوه څېړنیز کتاب لپاره‌یې له ټرمپ سره دغه مرکه کړې وایي، ده ته اجازه ورکړل شوې وه چې دغه مرکه ثبت کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې کتاب او مرکې ځینې برخې خپرې کړي.

XS
SM
MD
LG