د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار
د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' له امله ۲ کسان مړه شوي دي.

ښاغلی سمسور وايي، تر اوسه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ۱،۴۲۰ کسان مړه شوي دي.

دی وايي، د روانې اوونۍ په څلورو ورځو کې د تېرې اوونۍ د څلورو ورځو په پرتله، د کرونا ویروس پېښې لږې ډېرې شوي، خو د اندېښنې وړ نه‌دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کرونا ویروس اوس هم یو ګواښ دی او خلک باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

دغه وزارت سپارښتنه کوي چې ډېر عمر لرونکي او هغوی چې نورې ناروغۍ لري لکه حساسیت او انفلونزا، باید واکسین شي.

د دغه وزارت په خبره، د موسمي او حساسیتي ناروغیو پر وړاندې واکسین کولای شي چې پر کرونا ویروس د اخته او د 'کووېډ-۱۹ ' له امله د ناروغانو په شمېرک ې کموالی راولي.

XS
SM
MD
LG