د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

'لیونل مسي' له بارسلونا سره پاتې کېږي


لیونل مسي
لیونل مسي

د نړۍ د فوټبال وتلي ستوري لیونل مسي پرون اعلان وکړ چې یو بل کال هم په بارسلونا لوبډله کې لوبه کوي.

لیون مسي د تېرې سه شنبې په ورځ د بارسلونا لوبډلې ته ویلي و چې نور لوبه نه ورسره کوي.

دې خبر د فوټبال په مینه والو کې غوغا جوړه کړه.

مسي پرون له یوې انټرنېټي خپرونې (ګول) سره په مرکه کې ویلي چې د بارسلونا له لوبډلې سره د کړي قرار داد پر یوه بند مخالفت لري خو نه غواړي چې په حقوقي لانجه کې ښکېل شي له دې کبله یې منلې چې یو بل کال هم د فوټبال په دې لوبډله کې پاتې شي.

لیونل مسي ۳۳ کلن او په خټه د ارجنټاین دی.

هغه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په بارسلونا لوبډله کې فوټبال کوي.

هغه تر اوسه شپږ واره د نړۍ د غوره فوټبالیست نوم ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG