د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د مسي پلار: ښايي زوی مې د یوه بل کال لپاره هم بارسلونا کې پاتې شي


لیونل مسي او پلار یې خورخي مسي
لیونل مسي او پلار یې خورخي مسي

د نړۍ د وتلي فوټبالر لیونل مسي پلار خورخي مسي ویلي ښايي زوی یې د یوه بل کال لپاره هم په بارسلونا لوبډله کې پاتې شي.

خورخي مسي د بارسلونا لوبډلې له مدیرانو سره نن تر لیدنې وروسته د خبریالانو هغه پوښتنه چې ایا ممکنه ده مسي یو بل کال هم په بارسلونا کې پاتې شي مثبته ځواب کړې ده.

لیونل مسي شپږ ځله د سرو زرو توپ ګټلی، خو کله چې یې لوبډلې اته پر ۲ له بایرن مونیخ ماته وخوړله د خپل ټیم مدیرانو ته احوال ورکړی چې غواړي له دې ټیم ووځي.

مسي ۳۳ کلن دی او په ۱۳ کلنۍ کې یې د بارسلونا د تنکیو ځوانانو له لوبډلې سره فوټبال پیل کړی.

د هغو ګڼو ټیمونو په ډله کې چې غواړي مسي وپېري د انګلستان منچستر سیټي تر ټولو مخکې بلل شوی.

له دغه ټیم سره ۷۰۰ میلیونه یورو په بدل کې د لیونل مسي د یوځای کېدو راپورونه هم خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG