د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ارجنټاین کې د لیونل مسي په پلوي لاریون وشو


لیونل مسي
لیونل مسي

په ارجنټاین کې په لسګونه کسانو د فوټبال د وتلي ستوري لیونل مسي په پلوي لاریون وکړ.

دوی غواړي چې مسي بېرته خپل پلرني ټاټوبي ارجنټاین ته ستون شي.

د فوټبال دغه ستوري تېره سې شنبه اعلان وکړ چې تر اوږدو کلونو وروسته له بارسلونا ټیم څخه لیرې کېږي.

لیونل مسي چې ۳۳ کلن دی، په نړۍ کې یې شپږ وارې د فوټبال د غوره لوبغاړي لقب ګټلی دی.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې مسي به تر بارسلونا وروسته د فوټبال له کوم ټیم سره ملګری کېږي.

XS
SM
MD
LG