د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده. ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ورځې په سهار د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې په درناوي د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په داسې کال کې چې نن په کابل کې د خپلواکۍ جشنونه روان وو، پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي لګېدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي دا ۱۴ توغندي له دوو موټرو د استوګنې پر کورونو توغول شوي او په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې څلور تنه‌یې ماشومان او یوه په‌کې ښځه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د دغو کسانو د بشپړ هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

۱۰:۱۸ ۲۸.۵.۱۳۹۹

پر کابل ښار څو راکټونه لګېدلي

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي "نن سهار شااوخوا ۰۹:۳۰ دقیقې د کابل ښار د ۸مې او ۱۷مې حوزو له سيمو له دوو تېز رفتاره موټرو څو راکټونه توغول شوي دي."

کورنيو چارو وزارت په دې اړه چې دغه راکټونه د کابل ښار په کومو سيمو کې لګېدلي، جزئیات نه‌دي ورکړي.

۰۹:۴۶ ۲۸.۵.۱۳۹۹

کابل ښار کې د دوو نورو چاودنو غږونه هم واورېدل شول

د دغو چاودنو د نوعیت او کره ځای په اړه به وروسته جزئیات وړاندې شي.

۰۹:۴۵ ۲۸.۵.۱۳۹۹

کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو

نن سهار شاواخوا ۰۹:۳۰ دقیقې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو، تر اوسه د چاودنې د نوعیت او کره ځای په اړه جزئیات نه‌شته.

XS
SM
MD
LG