د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

'د ګوګل نقشې' په کارولو کې څومره احتیاط پکار دی؟


ګوګل مپ یوازې له یوه ځای بل ته د تګ لپاره مرسته نه کوي بلکه د مهمو جنايي مسایلو په حل کې هم مرسته کولای شي. 
ګوګل مپ یوازې له یوه ځای بل ته د تګ لپاره مرسته نه کوي بلکه د مهمو جنايي مسایلو په حل کې هم مرسته کولای شي. 

د نړۍ ډېر خلک اوس د یوه ځای یا ادرس د پیدا کولو لپاره له ګوګل مپ یا د ګولو له نقشې کار اخلي.

دا اپليکشن په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ګوګل ته ور واچول شو.

په لومړیو کې دا خلکو اندېښنه درلوده چې د دې نقشې له لارې ممکن یو څوک د چا د کور منځ ته ور وګوري.

بله اندېښنه دا وه چې د یو چا څېره به د هغه له اجازې پرته په کې کتل کېږي.

دا دواړه مسئلې د انسانانو د شخصي حریم د خوندي پاتې کېدو یا خونديتوب حق تر پښو لاندې کوي.

له دې کبله، داسې پرېکړه وشوه چې د ګوګل په نقشه کې به د خلکو څېرې نه معلومېږي.

که تاسو د خپل سمارټ فون یا هوښیار ټیلیفون په ګوګل مپ یا ګوګل نقشه کې یو موقعیت په نښه کړئ، په هغه ځای کې د موجودو انسانانو مخونه یې نه لیدل کېږي خو کالي او بوټونه یې واضح معلومېږي.

دا اپلکېشن یوازې له یوه ځای بل ته د تګ لپاره مرسته نه کوي بلکه د مهمو جنايي مسایلو په حل کې هم مرسته کولای شي.

د یو شمېر هېوادونو پولیس د غلو او اختطاف چیانو د ځای د معلومولو لپاره کار ور څخه اخلي.

خو کله کله جالبې او په عین حال کې جنجالي پېښې ورسره را برسېره کېږي.

د بېلګې په ډول، ډېلې مېل لیکلي چې د پیرو په پلازمېنه لیما کې یو عکس چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ګوګل مپ یا د ګوګل د نقشې په مرسته اخیستل شوی و، پر فېسبوک وایرل شو یا دا چې ډېرو خلکو ولید.

په عکس کې یوه ښځه معلومېده چې د یوه پارک پر چوکۍ ناسته وه او یو سړي یې په ځنګانه سر ور ايښی دی.

د ښځې مخ نه معلومېده.

خو کله چې د لیما ښار یوه اوسېدونکي دا عکس پر فېس بوک ولید، ښځه یې د هغې له کالیو او بوټونو وپېژندله.

دا عکس د هغه د پخوانۍ ښځې و.

کله چې هغه له خپلې پخوانۍ ښځې سره دا خبره شریکه کړه، هغې ومنله چې مخکې تردې چې دواړه طلاق واخلي، هغې له بل سړي سره روابط لرل او له ده سره یې خیانت کړی و.

په دې ډول، یو سړي تر څو کلونو وروسته د ګوګل د نقشې له لارې د خپلې ښځې له خیانته خبر شو.

XS
SM
MD
LG