د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

ایراني کارګرانو د خپل حق غوښتلو له امله لاریون ته مخه کړې


ایران
ایران

ایراني کارګرانو داسې مهال لاریون کړی چې د دې هېواد اقتصاد د مرګوني کرونا ویروس له کبله په بحراني وضعیت کې دی.

ویل کېږي چې د کارګرانو ناکراري پر ایراني رژیم فشار زیاتولای شي. د ایران رژیم په تېره نومبر میاشت کې پر حکومت ضد لاریون کوونکو له زور زیاتي کار واخیست.

په دې وروستیو اوونیو کې په ایران کې په لاریون کوونکو کې کارګران، د کانونو کېندونکي او د روغتیايي خدماتو کارکوونکي شامل دي.

ډېری وايي، دوی له میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي او په همدې حال کې یو شمېر د سختو شرایطو شکایت کوي.

لاریونونه په داسې حال کې دي چې د مرګوني کرونا ویروس له کبله په ایران کې ۱۶ زره کسان مړه کړي او شااوخوا درې لکه ورباندې اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۷مه نېټه د یسوج ښار د ښاروالۍ کارکوونکو اعلان وکړ چې د تېرو نهو میاشتو معاشونه‌یې ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG