د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د هند سینما پېژندل شوی ستوری "امیتاب بچن" په کرونا ویروس اخته شوی


امیتاب بچن
امیتاب بچن

د هندوستان د سینما پېژندل شوی ستوری امیتاب بچن په کرونا ویروس اخته شوی دی.

ښاغلي بچن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د کرونا ټېسټ یې مثبت و او روغتون ته لېږدول شوی دی.

امیتاب بچن چې ۷۷ کلن دی، په څه باندې ۲۰۰ فلمونو کې رول لوبولی او د هندوستان په سینما یا بالیووډ کې یې د فعالیت شا و خوا ۵۰ کلونه کېږي.

د هغه زوی ابیشېک بچن هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ده د کرونا ټېسټ هم مثبت ختلی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، هندوستان په نړۍ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو له اړخه په درېیم کتار کې دی.

په دغه هېواد کې نږدې ۸ لکه او ۲۱ زره کسان په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG