د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د بشر حقونو کمېسیون: افغان ځواکونه بلخ کې هوايي حملو کې له پامه کار نه‌اخلي


افغان سرتېري
افغان سرتېري

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د جګړو د قربانیانو د کورنۍ غړي په بلخ کې د ملي اردو له‌خوا ملکي وګړو ته په هوايي حملو کې د تلفاتو د اړولو په اړه شکایت لري.

د ملي اردو په وروستیو هوايي حملو کې د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندې د عملیاتو په ترسره کولو کې له پامه او ترلاسه شویو کشفي راپورونو څخه په سمه توګه کار نه‌اخلي.

دوی وايي چې افغان ځواکونه ډېری وخت د طالبانو پر ځای ملکي وګړي په نښه کوي.

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې د قربانیانو کورنۍ طالبان هم پر دې تورنوي چې عام خلک ګواښي او هغوی د امنیتي ځواکونو په وړاندې د سپر په توګه کاروي.

په شمال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع، ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په بلخ کې په څلورو بېلابېلو هوايي حملو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سامع په خبره که افغان ځواکونه په خپلو پوځي عملیاتو کې له پامه او له مخکې پلان شوې برنامې څخه کار وانه‌خلي په هوايي حملو کې به د ملکي وګړو تلفات لوړ شي.

هغه وویل: "په ډېرو مواردو کې لیدل شوي دي چې عامو خلکو ته تلفات اوښتي دي. افغان ځواکونه په عملیاتو کې باید له پام او ځيرکتیا کار واخلي."

په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنۍ هم وايي چې افغان پوځیان یوازې طالبان نه، بلکې د بې‌پامۍ له امله ملکي وګړي هم په نښه کوي.

ارشیف
ارشیف

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد یاسر وايي چې کابو ۱۵ ورځې وړاندې د کورنۍ څلور غړي یې چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل ول، په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

یاسر زیاتوي: "ورور مې، دوه ماشومان‌یې او مېرمن‌یې د ملي اردو په هوايي برید کې ووژل شول. زموږ په سیمه کې نه طالب شته او نه هم طالبانو او یا دولتي عسکرو ته پناه ورکوو."

محمد یاسر، له حکومتي ځواکونو غواړي ترڅو له دې وروسته دې عام وګړي، د استوګنې کورونه او عام‌المنفعه تأسیسات په نښه نه‌کړي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه خپل ټول هوايي او ځمکني عملیات په ډېر پام او د مخکې پلان شویو موخو پر بنسټ ترسره کوي.

فواد امان
فواد امان

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې عام وګړو ته د هوايي برید پر مهال هغه وخت تلفات اوړي چې طالبان هغوی د افغان ځواکونو په وړاندې د سپر په توګه وکاروي.

د هغه په خبره، طالبان د دوی په وړاندې د ملي اردو له هوايي بریدونو وروسته په ملکي وګړو حملې کوي او یا هم خپل وژل شوي کسان د ملکیانو په جامه کې ښکاروي او خلک د حکومت پر ضد احتجاج ته اړ باسي.

فواد امان وویل: "د ملکي تلفاتو اساسي لامل طالبان دي. طالبان د خلکو په کورونو کې مورچل جوړوي. هغوی خلک د سپر په توګه کاروي او ځیني وخت بیا خپل وژل شوي کسان د ملکي کسانو په کتار کې راولي."

تر دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو د مرستیالۍ دفتر یا یوناما هم په روان کال کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالو ترمنځ د نښتو په پایله کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دغه دفتر ویلي چې له طالبانو سربېره افغان ځواکونو هم په خپلو هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته درانه تلفات اړولي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو د اړیکو په ځواب کې څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې یې دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG