د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس نوې بې‌سارې پېښې زیاتې شوي


ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغ

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د نویو بې‌ساري پېښو د زیاتېدو خبر ورکوي. ډېرې دغه پېښې په شمالي او جنوبي امریکا کې ثبت شوې دي.

دغه سازمان ویلي چې د جون د ۲۱مې تر سهار وختي پورې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا نوې ۱۸۳ زره پېښې ثبت شوي چې له نیمایي زیاتې یې د امریکا په وچه کې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل برازیل د کرونا ویروس د ۵۴ زره ۷۷۱ نویو پېښو په ثبتولو سره تر ټولو مخکې دی او ورپسې متحده ایالات دی چې ۳۶ زره او ۶۱۷ د دې ویروس نوې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

برازیل چې له متحده ایالاتو وروسته د کرونا د خپرېدو دوهم مرکز دی په‌کې د مړو شویو کسانو رسمي شمېر له ۵۰ زرو اوښتی.

په دې هېواد کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر له یو میلیون اوړي، خو متخصصین پر کرونا د اخته شویو او له امله‌یې د مړو شمېر له دې ډېر زیات بولي.

د لاتینې امریکا په دغه ډېر نفوس لرونکي هېواد کې په ورځ کې په متوسط ډول زر کسان مري.

XS
SM
MD
LG