د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۶ مثبتې پیښې ثبت شوي


ارشیف، افغان جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکی د کرونا ویروس د ټېسټونو د معاینې پرمهال
ارشیف، افغان جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکی د کرونا ویروس د ټېسټونو د معاینې پرمهال

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵۴۶ مثبتې پیښې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه پېښې د نژدې ۱۵ سوه مشکوکو کسانو له معاینې وروسته معلومې شوي.

له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر نژدې اته ویشت نیم زره شو.

له پرون راهیسې ۲۱ افغانان کویډ-۱۹ ناروغۍ مړه کړي دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د کرونا وبا د خپرېدو له پيله ۵۶۹ افغانان دغه ویروس مړه کړي او نژدې اته زره او درې سوه بېرته روغ شوي دي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا د برخې یوه راپور وښوده چې افغانستان کې د مشکوکو کسانو معاینه ډېره کمه ترسره کېږي.

له دې ښکاري چې افغانستان کې د کرونا پېښې تر هغه ډېرې زیاتې دي چې دولت یې اعلانوي.

XS
SM
MD
LG