د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته شویو کسانو شمېر تر ۲ میلیونو واوښت


په امریکا کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال
په امریکا کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال

په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر تر دوه میلیونو واوښت.

پرون د جون په ۱۰مه په څو ایالتونو کې روغتیایي مسؤلانو وویل، له تېرو دوو اوونیو را په دې خوا ورځ تر بلې په روغتونونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو بسترېدل زیاتېږي.

د امریکا په ارېزونا ایالت کې پرون په ورځني ډول د کرونا ویروس پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې، دا وروسته له هغه چې د مې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د څو ورځو رخصتیو پر مهال ګڼ شمېر خلک دې ایالت کې تورېستي سیمو ته ولاړل.

تکزاس، فلوریدا او شمالي کارولینا ایالاتونو کې هم پرون ډېرې پېښې ثبت شوې، دا هغه ایالاتونه دي چې په کور کې د پاتې کېدو بندیز یې نرم کړی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا کې دوه میلیونه او ۴۶۴ کسان تر اوسه په کرونا اخته شوي او له دې کبله یو لک او ۱۳ زره کسان مړه شوي دي.

پرون د روغتیا نړیوال سازمان په لاتینه امریکا کې د کرونا شمېر د (چټکې زیاتېدا) په حال کې وباله. دغلته تر پرونه پورې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله ۷۰ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG