د جورج فلوید د وژنې په خاطر درې نور امریکايي پولیس هم په "درېیم درجه" قتل تورن شول.
۴۶ کلن تور پوستي جورج فلوید د مې په ۲۵مه د امریکا په مینیاپولیس ښار کې وروسته له هغه ساه ورکړه چې یوه سپین پوستي پولیس دیریک چاوینیې په غاړه او ملا زنګون ایښی و.
د مینیسوتا ایالت څارنوالۍ چهارشنبه د دیریک چاوین د درېیم درجه قتل تور دوهمې درجې ته پورته کړ او درې نور پولیسیې په درېیمه درجه قتل تورن وپېژندل.
د امریکا د قوانینو له مخې که چېرته د دوهم درجه قتل تور ثابت شي عامل بهیې تر ۴۰ کلونو او د درېیم درجه قتل به تر ۲۵ کاله حبس تېروي.
د مینیسوتا لوی څارنوال کایټ ایلیسون پرون وویل چې د پولیسو درې نور افسران په قتل کې په مرستې تورن او د نیولو جلبیې صادر شوی.
دا درې افسران چې تازه په درېیم درجه قتل تورن شوي توماس لین، جي. کونګ او تو تائو نومېږي.
د مینیسوتا ایالت د مینیاپولیس ښار دا څلور پولیس افسران تېره اوونۍ له دندو لیرې کړای شوي و. دا لومړی وار دی چې د مظاهرهچیانو له سختو مظاهرو وروسته په دیریک چاوین سربېره چې خپل زنګونیې د نږدې نهو دقیقو لپاره د جورج فلوید په غاړه اېښی و د هغه درې همکاران چې د پېښې په سیمه کې حاضر و، په قتل تورنېږي.
د یوه سپين پوستي په لاس د تور پوستي امریکايي وژنې د دغه هېواد په شااوخوا یو ۱۵۰ لویو او وړو ښارونو کې لوی لاریونونه وپارول.
لاریونونه لومړی سولهییز راپور شوي و، خو وروسته په یو شمېر سیمو کې په تاوتریخوالي واوښتل چې پهکې مظاهرهچیان له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول، موټرې او مغازې وسوځېدې او دکانونه لوټ شول.
د مظاهرو په نهمه ورځ د لږترلږه ۱۲ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او ملي ګارد هم د 'سياېناېن' ټلوېزیون د راپور په اساس نږدې ۱۰ زره مظاهرهچیان نیولي دي.
د وضعې د کنټرول لپاره د امریکا حکومت په اکثرو ښارونو کې چې وضعهیې ښه نهوه ګرځبندیز نافذ کړ، خو مظاهرهچیان لا پسې له کنټروله ووتل او غصهیې ساعت په ساعت زیاتېده.
که څه هم بېګاه په ځینو سیمو کې د څارنوالۍ له پرېکړو خلکو هرکلی کړی دی، خو مظاهرهچیان په دې ټینګار کوي چې د پولیسو پالېسۍ باید سمې شي. دوی وايي چې له تور پوستو امریکایانو سره د پولیسو چلند سخت له توکمپالنې او تعصب ډک دی او حکومت د دې چارې په سمون کې پاتې راغلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په مظاهرو کې د موټرو او مغازو په سوځولو او په زیات تاوتریخوالي اندېښمن دی او ګواښیې کړی چې د وضعیت د کنټرول لپاره به د امریکا پوځ وګماري.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او ګڼ نور چارواکي د پوځ له ګمارنې سره مخالف دي.
اسپر پرون وویل چې د سولهییزو مظاهرو پلوي کوي ځکه چې د ده په وینا د جورج فلوید وژل یو وحشتناک جرم دی.
هغه وویل: "زموږ هېواد دا څو ورځې ډېر سخت حالت تېروي، خو دا وخت به هم تېر شي. زما هیله دا ده چې په سړکونو کې د تاوتریخوالي پر ځای به موږ داسې سولهییز لاریونونه وګورو چې د جورج فلوید درناوی پهکې رعایت شي او په دې ټینګار وشي چې د هغه له قاتلینو پوښتنه وشي."
هغه ویلي چې د ملي ګارد ځواکونه په اوسنیو شرایطو کې مناسب دي.
دا لومړی وار نهدی چې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس په امریکا کې د تور پوستو وژنه په لوی جنجال اوړي، بلکې په تېرو کلونو کې هم امریکا په دې خاطر د تاوتریخجنو مظاهرو او لاریونونو تجربه لري.
انتقاد دا دی چې هر وار تر ډېرو لویو لاریونونو وروسته بیا هم پولیس له تور پوستو امریکایانو سره چې د امریکا د ۳۳۰ میلیونه نفوسو ۱۳ فیصده جوړوي ناسم چلند ته دوام ورکوي.