د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د تور پوستي جورج فلوید د وژنې په غبرګون امریکا کې مظاهرې پراخې شوې


د امریکا سپینې ماڼۍ ته نږدې مظاهرې
د امریکا سپینې ماڼۍ ته نږدې مظاهرې

د یوه بې‌وسلې تور پوستي سړي د وژنې په عکس‌العمل کې د امریکا په متحده ایالاتو کې مظاهرې پراخې شوې دي.

دغه کس د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښارګوټي کې د نیول کېدو په وخت کې ساه ورکړه.

مظاهره‌چیانو د سپین پوستو پولیس افسرانو له‌خوا د بې‌وسلې افریقايي‌الاصله امریکايي وګړو د وژنو د نورو قضیو په اړه هم خپله غوسه څرګنده کړه.

د امریکا متحده ایالاتو په ګڼو ښارونو کې د جمعې په ورځ مظاهره‌چیانو لارې سړکونه وتړل او شعار یې ورکاوه چې "د تور پوستو ژوند هم اهمیت لري."

دوی د جورج فلوید (George Floyd) په نوم هغه ۴۶ کلن تور پوستي سړي ته د عدالت غوښتنه کوله چې تېره سې شنبه په میناسوتا ایالت کې د نیول کېدو پر وخت مړ شو.

د پولیسو یوه سپین پوستي افسر د نیول کېدو په وخت کې خپل زنګون د هغه پر غاړه ایښی و.

تور پوستی جورج فلوید او سپین پوستی پولیس
تور پوستی جورج فلوید او سپین پوستی پولیس

په میناسوتا ایالت کې د مظاهرې یوې برخوالې تادو د چین نړیوالې ټلوېزیوني شبکې ته وویل: "زما په فکر دا د خندا وړ ده چې دوی زموږ د (ځپلو) لپاره له وژونکي ځواک څخه کار اخلي. زه خبره یم چې دوی په دې ټکي پوهېږي. موږ عدالت غواړو؛ د پولیسو بد افسران دې نه‌وي. موږ د خپلو هغو افسرانو چې ښه بلل کېږي، خلاف نه‌یو."

وروسته له هغې چې یوه ډله پارېدلي مظاهره‌چیان د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول او د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ضد یې شعارونه ورکړل، په واشنګټن ډي. سي کې د ملي ګارډ پوځیان د شنبې پر سهار د تیارسئ په حال کې ښکارېدل.

کله چې په سلګونه کسان سپینې ماڼۍ ته څېرمه په یوه پارک کې راغونډ شول او شعار یې ورکاوه، د تور پوستو ژوند هم اهمیت لري، نو سپینې ماڼۍ تېره شپه ټول‌بند یا لاک ډاون نافذ کړ.

کله چې پولیسو هڅه وکړه، یو تن د خلکو له ډلې ګوښه ځای ته بوځي مظاهره‌چیان لا وپارېدل.

ګڼې مظاهرې په تاوتریخوالي هم اوښتې دي.

د میشیګان ایالت په ډیټرویت ښارګوټي کې یو ۱۹ کلن ځوان هغه وخت ووژل شو چې په وسلې یوه سمبال کس له موټره پرون پر یوه ډله مظاهره‌چیانو ډزې وکړې.

مړ شوی جورج فلوید
مړ شوی جورج فلوید

تر دې مخکې د ډیټرویت د پولیسو قوماندان چې د ډبرې په ګوزار ټپي شوی و، په روغتون کې بستر شو.

د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې مظاهره‌چیانو د پولیسو یوه موټر ته اور واچاوه او د 'CNN' ټلوېزیوني شبکې د ودانۍ پر لوري یې ډبرې او نور شیان ګوزار کړل، خو پولیسو یې دننه د ورتګ مخه ونیوله.

د میناسوتا ایالت چارواکو پرون اعلان وکړ، د پولیسو افسر دیریک شووین (Derek Chauvin) چې د فلوید په مړینه تورن دی نیول شوی او په وژنې تورن شوی دی. د پولیسو هغه نور افسران چې په قضیه کې دخیل ګڼل شوي، له دندو شړل شوي دي.

په اوریګان، ویرجنیا، تکزاس، کالیفورنیا او اوهایو کې هم ګڼ کسان په مظاهرو راوتلي دي.

XS
SM
MD
LG