د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق‌نامه لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافق‌نامې پر بنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به‌یې په کابینه کې مشارکت ولري.

۱۸:۳۱ ۲۸.۲.۱۳۹۹

۱۸:۱۵ ۲۸.۲.۱۳۹۹

د سولې مشرۍ ته د عبدالله راتګ او پر دې بهیر یې اغیز

له شاوخوا دریو میاشتو نانندریو وروسته د ولسمشراشرف غني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله د افغانستان د ملي مصالحې شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

په هغې سیاسي هوکړه کې چې نن د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ لاسلیک شوه راغلي چې د مصالحې شورا پریکړې به الزامي بڼه ولري.

افغان حکومت داسې مهال د افغانستان د مصالحې ملي عالي شورا رامنځته او مشري یې عبدالله عبدالله ته ورکړه چې په وروستیو څو ورځو کې د سولې بهیر د حکومت او طالبانو جګړه ییزو دریځونو پیکه کړی دی.

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې هوکړې په یوه برخه کې راغلي چې ښاغلی عبدالله به د سولې بهیر او د سولې په اړه د هر ډول غونډو مشري کوي او دې اداره او د سولې وزارت کې به د ګمارنو واک ورسره وي.

هوکړه کې راغلي، د مصالحې شورا پرېکړې به د اکثریت رایو پر بنسټ وي خو ټینګار شوی چې دا پرېکړې به وروستۍ او الزامي بڼه به ولري.

افغانستان کې د سولې اړوندو چارو یو شمېر کتوونکي وایي، عبدالله له طالبانو سره د جګړې سابقه نه لري او وبه کولای شي چې دغه ډله د سولې خبرو ته را ماته کړي.

مشتاق رحیم چې د سولې په چارو کې څېړنه کوي وایي، که چېرې له هوکړې سره سم د سولې ټول واک ښاغلي عبدالله ته ورکول شي، د سولې بهیر نوی رنګ اخیستلی شي.

هغه زیاته کړه: "عبدالله عبدالله چې مونږ لیدلی تېرو پنځو شپږو کلونو کې سولې ته متعهد پاتې شوی دی، حزب اسلامي سره تړون کې دې کس ډېره همکاري کوله، همدا راز د تېرو ټاکنو پرمهال نوموړي وویل چې سوله باید لومړیتوب ولري، د عبدالله نیت ته په کتو او تېرې سابقې ته په کتو ویلی شو چې دا یو لوی سیاسي شخصیت دی، تېرو دریو ټاکنو کې دویمه درجه مخکښ کس و، دا په دې معنی ده چې دولت سولې ته ارزښت ورکوي، دا له سولې سره مرسته کوي."

ښاغلي عبدالله د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال هم ویلي و چې که سوله راځي، نو ټاکنې دې نه ترسره کېږي.

نوموړي د اجرائيه ریاست پر مهال هم د سولې پر بهیر ټینګار کاوه او په وار وار یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د سولې چارو یو بل مخکښ کتونکی چې مسکو کې یې د طالبانو له پلاوي سره هم کتلي، د سولې شورا پخوانی مرستیال حاجي دین محمد دی.

نوموړي له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، که حکومت د طالب بندیانو د ازادېدو واک هم ښاغلي عبدالله ته ورکړي، په خبره یې د سولې بهیر چټک کیدلی شي.

هغه وايي: "د سولې هڅې معلقې وې، د سولې خبرې ولاړې وې، اوس یوه ژمنه مرجع رامنځته شوه، دا به د سولې بهیر چټک کړي خو د بندیانو موضوع چې تراوسه لا پنځه زره طالب زندانیان نه دي خوشې شوي، یوه ستونزه ده، که د بندیانو د خلاصون موضوع چټکه شي، زه یقین لرم چې ګټه به ولري."

افغان حکومت له تېرو دریو میاشتو راهیسې تر ډېره په خپل منځي اختلافاتو بوخت و، دا اختلافات داسې مهال رامنځته شول چې امریکا او طالبانو په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

نیوکې دادي چې همدې اختلافاتو د سولې بهیر مخه هم ډب کړې وه او بین الافغاني خبرې یې هم ځنډولې دي.

د سیاسي نانندریو له هواري سره پر سولې تمرکز او د دې بهیر بریا ته هېلې پیدا کېږي خو هغه به تر ډېره د افغانستان د حکومت او طالبانو په نیت او عمل پورې تړلي وې.

هغو لورو چې ورستیو څو ورځو کې یې یو د بل په وړاندې د جګړې ډګرونه تاوده کړي دي.

۱۸:۱۵ ۲۸.۲.۱۳۹۹

۱۸:۱۳ ۲۸.۲.۱۳۹۹

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG