د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

افغان زده‌کوونکو ته د یوې ځانګړې وېب‌پاڼې له لارې درس ورکول کېږي


ارشیف، یوه افغان زده‌کوونکې
ارشیف، یوه افغان زده‌کوونکې

د افغانستان د پوهنې وزارت د راډیو او ټلوېزیون له لارې د زده‌کړو ترڅنګ اوس د یوې ځانګړې وېب‌پاڼې له لارې زده‌کوونکو ته درسي خپرونې وړاندې کوي.

د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه وېب‌پاڼه به سر له نن څخه د زده‌کوونکو لپاره فعاله شي.

نوموړې زیاته کړه: "موږ په دې وېب‌سایټ کې ټول وېډیو او اوډیو یعنې ټلوېزیوني او راډیویي خپرونې اچولې دي. هغه زده‌کوونکي چې کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی لري او یا هم ځیرک ټیلیفونونه لري، کولای شي په دې وېب‌پاڼه کې درسي وېډیوګانې وګوري."

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خورېدو له کبله ښوونځي بند کړي دي، خو له دې کبله چې د بېرته پرانیستلو وخت‌یې معلوم نه‌دی، نو د راډیو او ټلوېزیون له لارې یې د زده‌کوونکو لپاره درسي سیستم جاري ساتلی دی.

که څه هم ځیني خلک له دې سیستم څخه راضي نه‌ښکاري، خو په افغانستان کې د انټرنټ اسانتیا د کموالي له کبله دا یوازنۍ لاره ده چې پر مټ‌یې د پوهنې بهیر پر مخ ځي.

XS
SM
MD
LG