د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د پاکستان په اساسي قانون کې اصلاحاتو سره مخالفت


بلاول بوټو زرداري د صدراعظم عمران خان حکومت ته په اصلاحاتو کې د ناسم تفسیر په وړاندې خبرداری ورکړ.
بلاول بوټو زرداري د صدراعظم عمران خان حکومت ته په اصلاحاتو کې د ناسم تفسیر په وړاندې خبرداری ورکړ.

په پاکستان کې د اپوزیسیون سیاستوالو په اساسي قانون د یوې لسیزې زړو اصلاحاتو له بیاکتنې سره مخالفت وښود.

د پاکستان د اپوزیسیون رهبرانو د حکومت پر هغو هڅو شک ښوولی چې غواړي په اساسي قانون کې د یوې لسیزې مخکې پر اصلاحاتو بیاکتنه وکړي او احتمالاً هغه اصلاحات بېرته لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

وروسته له هغې چې حکومت د روژې په مناسبت په ملي سطحه محدودیتونه او قرنطین راکم کړ، په پاکستان کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې په زیاتېدو شوې.

د پارلمان یوه غړي احسان اقبال چې د اپوزیسیون ګوند، د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند له مخکښو مشرانو دی، د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "دا وخت چې ټول ملت د کرونا ویروس د وبا په وړاندې مقابله کوي او موږ ته اړتیا ده چې د دې وبا د اقتصادي زیانونو په وړاندې یوموټي شو. د یوې نوې لانجې د رامنځته کولو په هدف هېڅوک نه پوهېږي. د حکومت دغو تګلارو په دوامداره توګه ولس سره وېشي."

اقبال زیاته کړه اتلسم اصلاحات د ټولو سیاسي ګوندونو د اجماع په نتیجه کې تایید شوي وو چې بیا یې هم تاییدوي.

د پاکستان نورو مخالفو ګوندونو هم د اقبال له دغو خبرو سره خپل غږ ملګری کړ.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د صدراعظم عمران خان حکومت ته په اصلاحاتو کې د ناسم تفسیر په وړاندې خبرداری ورکړ.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند بیا په سند ایالت کې د پیپلز ګوند پر ایالتي حکومت انتقاد وکړ، چې هڅه کوي د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره شدید قیودات ولګوي.

بلاول بوټو د بي بي سي اردو سرویس ته وویل، په کار خو دا وه چې د یوه هېواد رهبري د ملي بحران پر وخت سختې پرېکړې وکړي، خو د ښاغلي بوټو په خبره دا اول وار دی چې فډرال حکومت او صدارعظم هڅه کوي ځانونو له ایالتونه جلا کړي.

بلخوا په خیبرپښتونخوا کې د عوامي ملي ګوند یوه مخکښ مشر اجمل ولي خان ویلي، دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې په اساسي قانون کې راوستل شوي اتلسم اصلاحات لغوه کړي.

د ده په وینا دغو اصلاحاتو یا تعدیلاتو ایالتونو ته کورواکي او اضافي حقونه ورکړي دي.

د پاکستان په اساسي قانون کې اتلسم نمبر اصلاحات د ۲۰۱۰ میلادي کال د اپرېل میاشتې پر اتمه تصویب شول، چې له مخې یې د ولسمشر هغه صلاحیت واخیستل شو، چې په یواړخیز ډول یې د پارلمان د منحلولو لپاره درلود.

پاکستان له نیمه جمهوریت څخه پارلماني جمهوریت ته واړول شو او د سرحد ایالت نوم په خیبرپښتونخوا بدل کړای شو.

XS
SM
MD
LG