د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

ویسا: جګړه او کرونا؛ ولس ته مصبیت، خو یارانو ته فرصتونه


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي او دغه‌شان د روان سیاسي وضعیت په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې "جګړه او کرونا؛ ولس ته مصبیت، خو یارانو ته فرصتونه" تر عنوان لاندې سرمقاله کې راغلي دي سره له دې چې نړیوالې ادارې او بنسټونه د کرونا او جګړې له امله په افغانستان کې د تاریخي ناورین او لویې فاجعې خبر ورکوي، خو حکومت او د حکومت پلویان تل وايي چې له کرونا سره مبارزې ته چمتووالی لري او هېڅ داسې ستونزه نه‌شته چې اندېښنه ورته په‌کار وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې برخه کې د نړیوالو ادارو اټکلونه او محاسبه ځکه پر ځای ده چې د ورځپاڼې په باور د افغانستان اداره او حکومت د دې ستونزې سره د مقابلې اراده او توان نه‌لري.

ورځپاڼه لیکي، واقعیت دا دی چې ولس ډېرې بدې ورځې په مخکې لري، ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره ولیدل شول چې کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ارګ یو شمېر کارکوونکو په څو ورځو کې ۲۷ میلیونه افغانۍ په څومره سادګۍ مصرف کړې، خو هېڅ‌چا ترې ونه‌پوښتل چې ولې؟

په سرمقاله کې ادعا شوې چې په افغانستان کې کرونا ویروس د چارواکو لپاره د فساد یو ښه فرصت رامنځته کړی چې نړیوالې مرستې واخلي او په خپلو خلکو يې ووېشي.

د سرمقالې لیکوال په پای کې اندېښنه ښودلې ده چې که افغان مسؤلین د کرونا ویروس د لا خپرېدو په برخه کې همداسې په بې‌غورۍ چلند وکړي، نو لیرې نه‌ده چې په دې هېواد کې به یو ستر انساني ناورین رامنځته شي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په یو تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اقتصادي اغېزو بحث کړی دی.

د فقر او بې‌کارۍ زیاتوالی، د صادراتو کموالی، د لومړنیو خوراکي موادو د نرخونو لوړېدل او د توکو کم خرڅون هغه څه دي چې د مطلب د لیکوال په وینا د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوي دي.

د مطلب لیکوال لیکي کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا مخه ډب کړې ده، زیات شمېر خلک بې‌کاره شوي، فقر ورځ تر بلې ډېرېږي او حکومت اړ دی چې له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د سرمقالې لیکوال د بې‌کارۍ لوړې کچې ته په کتو وړاندیز کړی چې باید په اوسنیو حالاتو کې هغه خلک چې په کرايي کورونو کې استوګن دي د کورونو خاوندان ورته د انساني همدردۍ له مخې د کرايې کچه نیمه کړي او په دې سختو حالاتو کې خپلو خلکو ته لاس ورکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ ته په اشارې سره لیکلي دي چې "د اختلافاتو دوام هېڅ توجېه نه‌لري."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د خوښۍ خبر دا دی چې ارګ او د عبدالله عبدالله ډله یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدلي دي.

د سرمقالې لیکوال د خپلو سرچینو په حواله وايي چې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه نږدې شوې ده، لیکوال لیکي هر څومره ژر چې دا هوکړه وشي هېواد ته ګټه لري.

سرمقاله لیکونکي په داسې حال کې چې ټوله نړۍ او افغانستان د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي د سیاسي اختلافاتو دوام د هېڅ‌چا په ګټه نه‌دی.

XS
SM
MD
LG