د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر بې‌ساری زیات شو


روسیه کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.
روسیه کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

د روسیې حکومت په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د بې‌ساري زیاتوالي خبر ورکوي.

د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې دولتي کمېټې نن وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۶۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او له دې سره د ټولو ناروغانو شمېر نږدې ۴۳ زرو او د مړو شمېر ۳۶۱ ته ورسېد.

روسیې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کلک وقایوي تدابیر نیولي او حتی له چین سره‌یې خپل سرحدونه له ډېرو اروپايي هېوادونو مخکې بند کړل، خو له دې سره سره په دې وبا د اخته کسانو شمېر لوړ شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی، خو څارونکي او منتقدان وايي چې د دوی په نظر د حکومت له‌خوا اعلان شوې شمېرې لږې ښکاري.

XS
SM
MD
LG