د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

کندز د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوی


ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک
ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک

کندز ښار نن د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوی دی.

د کندز مرستیال والي حشمت‌الله رحیمي عرضبیګي په یوه ناسته کې ویلي چې په کندز ښار کې دوشنبه د دوو کسانو د کرونا ټسټ مثبت راووت او له همدې امله د یاد ښار د قرنطین پرېکړه شوې ده.

د کندز چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په کمپاین کې له دوی سره همکاري وکړي او له خپلو کورونو ونه‌وځي.

په کندز کې به له درملتونونو، قصابیو، نانوایانو او خوراکه پلورنځیو پرته نور ټول دکانونه او مارکېټونه تر بل اعلانه تړلي وي.

له دې مخکې د افغانستان پلازمېنه کابل، لوېديځ ولایتونه او ځیني نور لوی او واړه ښارونه د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوي دي.

XS
SM
MD
LG