د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

یو هېواد دوه لوړې؛ محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله لوړه وکړه

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د ولسمشر غني د لوړې مراسم نن له غرمې وروسته ترسره شول.

د ښاغلي غني د لوړو په مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر، د کاناډا، فرانسې، اندونیزیا، جرمني، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالله عبدالله د لوړې په دغو مراسمو کې "د ایران او ترکیې ډیپلوماتانو" ګډون درلود.

وړاندې له دې ​د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي و چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډېدلي.

۱۷:۵۷ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸
  • کابل کې د لارو بندښت یو شمېر ناروغانو ته ستونزې پیدا کړي

په کابل کې د لوړې د مراسمو لپاره د لارو بندښت یو شمېر ناروغانو او د دوی کورنیو ته ستونزې پېښې کړې دي.

ارشیف، کابل کې د افغان ځواکونو یو سرتېری د یوې سیمې د کلابند پر مهال.
ارشیف، کابل کې د افغان ځواکونو یو سرتېری د یوې سیمې د کلابند پر مهال.

دوی وایي چې د لارو د بندښت له امله روغتونونو او له روغتونونو کور ته د ناروغانو انتقال ډېر ستونزمن شوی او ناروغان هم درد ګالي.

خو د کابل امنیه قوماندانۍ بیا دا موضوع ردوي او وایي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې روغتونونو ته د ناروغانو د انتقال لپاره د امبولاسونو اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

۱۶:۰۱ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: د ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې او وینا مراسم پای ته ورسېدل.

۱۵:۵۶ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: د ولسمشر غني د لوړې او وینا مراسم پای ته ورسېدل.

۱۵:۵۴ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: په کابل ښار کې د تیت او پرک چاودنو غږ واورېدل شو، تر اوسه د دغو چاودنو جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG