د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

یو هېواد دوه لوړې؛ محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله لوړه وکړه

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د ولسمشر غني د لوړې مراسم نن له غرمې وروسته ترسره شول.

د ښاغلي غني د لوړو په مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر، د کاناډا، فرانسې، اندونیزیا، جرمني، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالله عبدالله د لوړې په دغو مراسمو کې "د ایران او ترکیې ډیپلوماتانو" ګډون درلود.

وړاندې له دې ​د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي و چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډېدلي.

۱۵:۴۴ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

د لوړې له مراسمو وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا: تر راتلونکو دوو اوونیو به د ملي یووالي حکومت له کابینې سره کار ته دوام ورکړم، د سولې مرکچي پلاوی به تر سبا وروستی شي.

۱۵:۴۱ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

د لوړې له مراسمو وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا: له مشورو وروسته به ټول ګډونه حکومت جوړ کړم، زموږ رسالت په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې ختمول دي.

۱۵:۳۷ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: د لوړې له مراسمو وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا: هېڅ‌چا د انتخاباتو بهیر نه‌دی بایللی. له خپلو سیاسي حریفانو غواړم لاسونه سره ورکړي او وطن ته خدمت وکړي.

۱۵:۳۴ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: د لوړې له مراسمو وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا: د عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه برید به هر اړخیز وڅېړل شي، انتخاباتو ته مې درناوی وکړ او باید د خلکو راتلونکې او هوساینې ته فکر وکړو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG