د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.​​

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۶:۳۶ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • له طالبانو سره د سولې هوکړه په افغانستان کې د جګړې د پای په معنی ده؟

طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته له نږدې کېدو سره سره په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د فعالیت د دوام په اړه اندېښنې موجودې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دغې هوکړې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړي، خو لاهم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د هوکړې لاسلیک د جګړې د پای ته رسېدو په معنی ده او که نه؟

یو افغان سرتېری د افغانستان په شمال کې د جګړې پر مهال.
یو افغان سرتېری د افغانستان په شمال کې د جګړې پر مهال.

د افغانستان دفاع وزارت د دې پوښتنې په ځواب کې وایي چې د سولې له بهیر سره د طالبانو له یوځای کېدو او له ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو له پرې کېدو سره به دا ډلې کمزورې او له‌منځه ولاړې شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» ازادي راډیو ته وايي، دا ترورېستي ډلې د طالبانو ترڅنګ فعالیت لري: "له شک پرته د سولې له پروسې سره د طالبانو یوځای کېدل به د ترورېستي ډلو په کمزوري کېدو کې اساسي رول ولري. یو له شرایطو همدا دی چې طالبان باید له ترورېستي ډلو په تېره له القاعدې سره اړیکې پرې کړي. کله چې طالبان له دې ډلو سره اړیکې ونه‌لري، هغوی کمزورې او ژر به له‌منځه ولاړې شي."د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

افغان چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ څه باندې ۲۰ نورې ډلې چې دا چارواکي یې ترورېستي ډلې بولې، فعالیت لري.

په افغانستان کې له ترورېزم سره ۱۷ کلنه مبارزه ولې د ترورېستي ډلو د ډېرېدو لامل شوه؟

  • القاعده
  • داعش
  • لشکر طیبه
  • لشکر جنګوي
  • جیش محمد
  • چچني او ازبک جنګیالي

په افغانستان کې له مشهورو ترورېستي ډلو څخه بلل کېږي.

له طالبانو وروسته داعش په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې پراخ فعالیت درلود او حتی په کابل کې یې هم چاودنې او انتحاري حملې ترسره کړې دي.

د ولسی جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مرستیال غلام علي افغان وایي، داعش ډله کولای شي په افغانستان کې جدي امنیتی ستونزې رامنځته کړي.

په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسلیم شوي داعش جنګیالي.

هغه زیاته کړه: "اوس‌مهال داعش یوه لوه ستونزه ده. دې ډلې ډېرې وسلې، مهمات او تجهیزات راټول کړي او د ودې په حال کې ده. دا ډله جنګیالي لري او د جلب او جذب په حال کې ده."

خو د امنیتی چارو پوه باري عارض وایي چې طالبانو په افغانستان کې نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې.

د ده په خبره، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د بشپړ عملي کېدو او د سولې له بهیر سره د دې ډلې په یوځای کېدو سره به له افغانستانه د نورو ترورېستي ډلو ټغر هم ټول شي.

نوموړي وویل: "د ۲۲ ترورېستي ډلو په اړه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، په یقین سره باید وویل شي چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک سم عملي شي، دا ډلې به نور په افغانستان کې د پېښو ځای ونه‌لري."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته به ډېر ژر بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وایي، په بین‌الافغاني مذاکراتو کې به داسې چوکاټ رامنځته شي چې له مخې یې له طالب ځواکونو هم د وضعې په ښه کولو او په افغانستان کې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې کار واخیستل شي.

۱۶:۰۶ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

۱۵:۵۴ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • قریشي: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونه مسؤلانه وتل غواړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مسؤلانه وتلو غوښتونکي دي.

قریشي دا خبرې نن په دوحه کې د روېټرز خبري اژانس ته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

نوموړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون" د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحه کې دی، نننۍ ورځ مهمه وبلله.

ښاغلی قریشي زیاتوي: "دا له نږدې دوه لسیزو وروسته پېښېږي. هیله ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات او د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره پرانیزي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ دا تړون ښايي په څو ساعتونو کې لاسلیک شي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي چې د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې د شااوخوا ۲۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او یا استازي برخه اخلي.

د دې توافق له مخې به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو اوسنی شمېر چې شااوخوا ۱۳ زره دی، ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

ټاکل شوې تر دې وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

۱۵:۴۶ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • طالبان: د هوکړې تر لاسلیک، اورکم ته دوام ورکړئ

طالبانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې په دوحه کې د امریکا لوري سره د هوکړې تر لاسلیک پورې دې په افغانستان کې اورکم ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یوې اوونۍ اورکم وخت تېره شپه پای ته رسېدلی او تمه کېده چې بریدونه به بیا پیل شي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو ته امر شوی چې د خلکو د خوښۍ په خاطر دې له هر ډ‌ول بریدونو ډډه وکړي.

ارشیف، په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د سولې خبرې
ارشیف، په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د سولې خبرې

طالب ویاند که څه هم ویلي چې بهرنیو جنګي الوتکو د دوی په سیمو الوتنې پیل کړي چې یو څه پارونکي دي، خو هیله‌یې ښودلې چې امریکايي لوری به په خپلو ژمنو ودرېږي.

بل‌خوا د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن د افغانستان ملي ټلوېزون سره په یوې مرکه کې هیله وښوده چې طالبان به تاوتریخوالی بېرته پیل نه‌کړي، خو په وینا یې دا پرېکړه طالبانو پورې اړه لري.

د ښاغلي خالد په وینا دوی هم اورکم ته چمتو دي او هم که طالبان بریدونه پیل کړي د خپلو خلکو څخه دفاع ته چمتووالی لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG