د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.​​

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۵:۳۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی څو دغلته د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ افغانستان ته د سولې د راوستو د تړون د لاسلیک مراسمو کې واوسي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو تړون" نن په دوحه کې لاسلیک کېږي.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دوحې ته رسېدلی دی.

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۵:۳۷ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • د امریکا دفاع وزیر کابل ته راورسېد

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر نن کابل ته ورسېده.

چارواکي او څارونکي باور لري چې نوموړی به په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د تړون له لاسلیک مخکې کابل کې افغان حکومت ته د واشنګټن له‌خوا د ملاتړ پر پخوانیو ژمنو د درېدو او دوام ډاډ ورکړي.

ارشیف، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر
ارشیف، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

ټاکل شوې اسپر په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

تر اسپر مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلته‌یې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي.

ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د دې تړون د ملاتړ د دوام له کبله مننه کړې او دواړو افغانستان کې د تاوتریخوالي سوله‌ییز هواري ته ژمنتیا په ډاګه کړې.

ټاکل شوې چې نن د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان دولت سره د ناټو او امریکا پر پخوانیو ژمنو او هوکړو ټینګار وکړي.

۱۵:۳۵ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • ینس سټولټنبرګ له عبدالله عبدالله سره ولیدل

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلته‌یې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ.

ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د دې تړون د ملاتړ د دوام له کبله مننه کړې او دواړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي سوله‌ییز هواري ته ژمنتیا په ډاګه کړې.

ټاکل شوې چې نن به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان دولت سره د ناټو او امریکا پر پخوانیو ژمنو او هوکړو ټینګار وکړي.

۱۵:۳۳ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • ارګ: د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی به ټول‌شموله وي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی به ټول‌شموله وي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل، په دې پلاوي کې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې به نهایي شي د افغان حکومت، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او رسنیو یو شمېر استازي په‌کې شامل وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

ښاغلي صدیقي د پلاوي د تازه شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو تر دې وړاندې په وار وار حکومت ویلي چې دا پلاوی به ۱۵ کسیز وي.

د صدیقي نننۍ څرګندونې د نوموړي د هغو څرګندونو خلاف دي چې پرون خپرې شوې وې او په‌کې یې ټینګار کړی و چې د مذاکراتي پلاوي جوړښت کې به ګوندونو ته ونډه ورنه‌کړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG