د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.​​

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۴:۴۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • طالبانو سره سوله؛ 'د ښځو په حقونو، بشر حقونو او بیان ازادۍ باید معامله ونه‌شي'

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د خبریالانو ټولنې او ځینې ښځینه فعالانې د سولې په هر ډول هوکړه کې په افغانستان کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

دوی د سولې د هوکړه‌لیک هرکلی او ملاتړ کوي، خو وايي چې د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو، بیان ازادۍ معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت او ژمنې هم دي.

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی.
ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی.

دوی وايي چې افغانستان په تېرو ۱۹ کلونو کې د پرمختګ اوږد مزل کړی، افغان وګړي نه‌غواړي چې بېرته پخوانیو وختونو ته وروګرځي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د بشر اساسي حقونه او مدني ازادي باید د سولې په هر ډول هوکړه کې بشپړ خوندي شي.

ښاغلی مشکور وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې د سولې په ټولو پروسو کې باید د جګړې د قربانیانو غوښتنې او نظریاتو ته توجه وشي، د سولې په هر ډول مذاکراتو کې باید هغه اساسي حقونه چې د افغانستان اساسي قانون او په نړیوالو کنوانسینونو کې افغان ملت ته ورکړل شوي، باید خوندي شي."

په تېرو ۱۹ کلونو کې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغلې، نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، ښځې په ادارو کې د کار اجازه لري او دغه‌شان هر افغان د بیان د ازادۍ حق لري چې دا اساسي بشري حقونه او په یاده موده کې مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

یو شمېر ښځینه فعالانې بیا اندېښمنې دي او وايي، وېره شته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغان مېرمنو وضعیت پخواني حالت ته چې د کار او زده‌کړو اجازه‌یې نه‌درلوده، وروګرځي.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي وايي، د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت دی.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي

په ورته وخت کې د خبریالانو یو شمېر ټولنې بیا د بیان ازادي په په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او د سولې په هوکړه کې یې د نه‌خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي: "اوس چې موږ سلګونه ازادې رسنۍ لرو، زموږ اندېښنې دا دي، هره معامله چې کېږي، خدای مه‌کړه، ازادې رسنۍ ونه‌تړل شي، زموږ غوښتنه له هغه هېوادونو څخه چې غواړي له طالبانو سره معامله وکړي دا ده چې د افغان ولس حق چې د بیان ازادي ده باید ورته جدي پام وکړي، په ۲۱مه پېړۍ کې له دې ارزښتونو پرته موږ ژوند نه‌شو کولای."

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

هڅه مو وکړه چې د دې ټولو اندېښنو او غوښتنو په اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو، خو له زیاتو هڅو سره چا په دې اړه خبرې ونه‌کړې، له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست تینګار کړی و چې د سولې په مذاکراتو کې به د تېرو ۱۹ کلونو په لاسته راوړنو معامله ونه‌شي او خوندي به وي.

۱۳:۵۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

۱۳:۲۲ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو ته د ازادي راډیو استول شوی خبریال احمد تکل:

"ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک په ۰۳:۴۵ دقیقو لاسلیک شي، تر اوسه روښانه نه‌ده چې د امریکا له لوري به څوک دغه هوکړه لاسلیکوي، خو د طالبانو له لوري لاسلیکوونکی ملا برادر دی."

۱۲:۵۸ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیکېږي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک نن شنبه لاسلیکېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له ۱۰ ستونزمنو پړاونو وروسته او د ۲۰۲۰ کال په لومړيو دوو میاشتو کې د افغان سیاسیونو او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سولې په اړه ناستې، بالاخره دې ته لاره هواره کړه چې د امریکا و طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک نن لاسلیک شي.

د امریکا لپاره د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده او لوړ بیه وه.

په دغه هېواد کې د ۱۹ کلنې جګړې په ترڅ کې له ۲۰۰۰ زیات امریکايي سرتېري ووژل شوو او بالاخره امریکايي چارواکي اړ شوو چې د افغانستان د ستونزې لپاره یوه سیاسي حل‌لاره پیدا کړي.

د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ په قطر کې د سولې د خبرو یو پړاو.

شااوخوا ۱۵ میاشتې مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، افغاني‌الاصل امریکایي ډیپلومات زلمی خلیل‌زاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو او له طالبانو سره‌یې په قطر کې د سولې خبرو د پیل ترڅنګ د سیمې هېوادونو ته هم خپل سفرونه پیل کړه.

له ۹ پړاو سختو خبرو وروسته او د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیل‌زاد سفرونو، دلته د افغانستان له سیاسیونو، د حکومت له رهبرانو سره خبرې هغه څه وو چې په نتیجه کې یې طالبانو سره په اصولو کې یوه هوکړه رامنځته او لاسلیک ته نږدې شوه.

د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد

که څه هم د دې هوکړه‌لیک جزئيات شریک نه‌شوو، خو په ټوله کې يې په اړه وویل شول چې په دې هوکړه‌لیک کې؛

  • له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل
  • له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول
  • اوربند
  • او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادنو په ضد کار نه‌اخیستل

په‌کې شامل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چمتو شو چې د افغان ولسمشر او د طالبانو یو پلاوي سره په ډېوېډ کمپ کې وګوري، خو په کابل کې یوې انتحاري حملې چې یو امریکایی سرتېری هم په‌کې ووژل شو ټرمپ غصه کړ او د سولې خبرې یې هم لغوه اعلان کړې او امر یې وکړ چې د افغانستان په خاروه کې پر طالبانو هوايي بریدونه دې زیات شي.

ډونالد ترمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړې

خو تر یو څه ځنډ وروسته نږدې درې میاشتې مخکې یو ځل بیا د سولې خبرې پیل او زلمي خلیل‌زاد او طالبانو په قطر کې لسم پړاو مذکراتو ته سره کېناستل.

ښاغلي خلیل‌زاد بیا پاکستان او افغاستان ته سفر وکړ او په کابل او اسلام‌اباد کې یې د افغان او پاکستاني مشرانو او چارواکو سره وکتل.

نوموړي له دې سفر وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلي.

ښاغلي خلیل‌زاد له خپل سفر وروسته په قطر کې له طالبانو او د دې هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره هم ولیدل.

له دې لېدنو وروسته طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې لا ګرمې شوې او د تاوتریخوالي د راکمېدو بحث رامنځته شو.

که څه هم له دې وړاندې افغان حکومت د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اوربند اساسي شرط یاد کړی و، خو بالاخره د تاوتریخوالي پر راکمېدو هم راضي شو.

امریکا، طالبانو او د افغانستان دولت اعلان وکړ چې د فبرورۍ میاشتې د ۲۲مې نېټې له ۱۲ بجو ورسته به د تاوتریخوالي د کمېدو یا اورکم اوونۍ پیلېږي.

نن شپه ۱۲ بجې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي

امریکايي چارواکو دا هم وویل، که د تاوتریخوالي د راکمېدو اوونۍ که په بریالي ډول پای ته ورسېده او طالبان ورته ژمن پاتې شوو، نو د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه به د سولې هوکړه ورسره لاسلیک کړي.

د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ بېګا ۱۲ بجې ختمه شوه او افغان حکومت، طالبان او امریکان ټول ترې راضي وه.

د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ څنګه پای ته ورسېده؟

نو نن شنبه د فبرورۍ د میاشتې وروستۍ نېټه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک د لاسلیک ورځ ده، ویل کېږي په قطر کې د دغه هوکړه‌لیک په مراسمو کې د ګډون لپاره د ۵۰ هېوادونو استازي دوحې ته رسېدلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG