د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.​​

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۱:۵۶ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • د سولې په اړه بحث

تمه ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوی.
ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوی.

په دې خبرو کې به کوم پلاوی برخه اخلي، حکومتي که همه شمول؟

د دغه بحث د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:33:07 0:00
مستقیم لېنک

۱۱:۴۲ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • څومره احتمال شته چې د امریکا-طالبانو د موافقې محتوا پاکستان سره شریکه شوې وي؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې به د نورو هېوادونو د استازو ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ګډون کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دې موافقې محتوا له پاکستاني چارواکو سره مخکې له مخکې نه‌ده شریکه شوې.

ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او د پاکستان صدراعظم عمران خان. انځور تزئیني بڼه لري
ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او د پاکستان صدراعظم عمران خان. انځور تزئیني بڼه لري

د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پر مهال امریکايي چارواکو څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

دا چې د دې موافقې په محتوا کې به د پاکستان ګټو ته څومره پام شوی وي، ملالۍ بشير د امریکا په فلوريډا ایالت کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتنه کړې، څومره احتمال شته چې د دې موافقې محتوا مخکې له مخکې له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوې وي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00
مستقیم لېنک

۱۱:۳۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • ویسا: نن د افغان ولس د ژوندانه یو نوی او هیله بخښونکی پړاو دی

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک او په کابل کې د امریکا او ناټو د استازو ترمنځ د همکاریو د دوام لپاره د یوې ګډې اعلامیې د لاسلیک په تړاو لیکلي دي.

ورځپاڼې همدارنګه نن ورځ برخلیک ټاکونکې او تاریخې بللې او لیکلي، دا د افغان ولس د ژوندانه یو نوی او هیله بخښونکی پړاو دی چې بالاخره په افغانستان کې به دغه اوږده جګړه تر څلورو لسیزو وروسته پای ته ورسېږي.

د سرمقالې لیکونکي لیکلي چې تر اوسه پورې د دې هوکړه‌لیک بشپړ متن له رسنیو او افغان ولس څخه پټ ساتل شوی، خو سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې په دغه هوکړه کې دوه ټکي ډېر مهم یاد شوي دي، لومړی دا چې د دې هوکړې له مخې به ټول امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

او دوهمه خبره هم، دا چې له افغانستان نه به پر امریکا او متحدینو یې هېڅ برید نه‌ترسره کېږي او افغانستان به نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه‌وي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې په تل‌پاتې اوربند ټينګار کړی.

وړاندې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د پردې تر شا خبرې او د هوکړې د متن پټول ډېری کسان اندېښمن کړي او په باور یې دا هوکړه به په افغانستان کې جګړه ختمه نه‌کړي.

په سرمقاله کې اندېښنه مطرح شوې که چېرې طالبان اوربند ونه‌کړي دا هوکړه به هېڅ معنی ونه‌لري.

په سرمقاله کې راغلي، وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره لومړی باید اوربند وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، حکومت ظاهراً چمتو دی چې د زندانیانو د تبادلې په تړاو خبرې وکړي.

خو په باور یې د زندانیانو تبادله باید په افغانستان کې دایمي اوربند تضمین کړي او افغانان ډاډه شي چې بیا به تاوتریخوالی دوام نه‌کوي کنه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به له ماتې سره مخ شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په تړاو لیکنه کړې ده.

د دنیا په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي.

په سرمقاله کې راغلي بیا به د افغان حکومت له لوري د طالبانو ۵ زره بندیان او د طالبانو له لوري د افغان حکومت بندیان ازاد شي او تر هغې وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

۱۱:۲۸ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • غني: له طالبانو سره هر ډول موافقه به مشروطه وي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره چې هر ډول موافقه‌لیک لاسلیک کېږي، مشروط به وي.

محمد اشرف غني دا خبره پرون ماښام له یو شمېر والیانو سره د وېديويي کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف او ورسره چارواکي له والیانو سره د وېډیويي کنفرانس پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف او ورسره چارواکي له والیانو سره د وېډیويي کنفرانس پر مهال.

د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي چې دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو په هره مرحله کې خپل شرطونه لري او که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغيير وکړي.

ولسمشر غني د دې خبرې جزئیات نه‌دي ورکړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د مخامخ خبرو لپاره د افغان ولسمشر وړاندېز نه‌دی منلی او ویل کېږي د دواړو لورو ترمنځ به د مارچ په ۱۰مه خبرې پیل شي.

د بین‌الافغاني خبرو پیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق برخه ګڼل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG