د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

پښتین: که راسره شوې ژمنې عملي نشي نو اعتراضونو ته دوام ورکوو


منظور پښتين
منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا "پي ټی ایم" مشر وايي که د پاکستان حکومتي چارواکي له دوى سره کړې ژمنې نه عملي کوي، د دوى اعتراضونه به دوام مومي.

منظور پښتين وايي، دوى اوس هم د پاکستان له حکومتي چارواکو سره مذاکرو ته تيار دي، خو هغه مذاکرې غواړي، چې عملي نتيجه ورکړي.

منظور پښتين پرون سې شنبه ماسپښين د دېره اسماعيل خان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ازادۍ راډيو ته وويل: "نو پي ټی ایم خو له لومړۍ ورځې د خبرو هڅې کړې دي، موږ غوښتنه کړې، چې خبرې دې راسره وشي، زموږ غوښتنې دې واورېدل شي، يوازې دې نه اورېدل کېږي، بلکې عملي دې شي، تر هغو چې زموږ پر خاوره دا له محاکمې پرته مرګونه، د خلکو ورک کول، بيا وژل، دا بې عدالتي او غيرقانوني فعاليتونه، ظلمونه او جبر چې په هره بڼه روان وي، زموږ اعتراضونه به دغسې روان وي."

له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د پښتین هرکلی
له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د پښتین هرکلی

منظور پښتين تېره مياشت د جنورۍ پر ٢٦مه د پېښور په تهکال سيمه کې د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوى و او دا يوه مياشت په زندان کې و.

پاکستاني مقاماتو تور لګولى و، چې منظور پښتين په دېره اسماعيل خان کې د جنورۍ پر ١٨مه، په خپله يوه وينا کې د پاکستان د اساسي قانون پر خلاف څرګندونې کړي او کرکې ته يې لمن وهلې ده، خو هغه څه چې منظور پښتين او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران يې ردوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، دوى نه غداري کړې او نه يې د اساسي قانون خلاف کوم عمل کړى دى.

هغه وویل: "په اساسي قانون کې غداري دې ته وايي چې څوک اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، اساسي قانون خو جنرالانو مات کړى دى، د اساسي قانون مخالفت خو د دوى (DG-ISPR) کړى، چې يوه عدالتي فيصله شوې او بله اداره د هغې په مخالفت کې خبرې کوي، که دلته ظلم او جبر کېږي، د هغه مخالفت به کوو، که پر دې بنياد هر څوک کوم تور لګوي، په ژوند به ورڅخه تر شا نه شو."

د منظور پښتین مدافع وکیل سعید اختر پرون سې شنبه د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته وويل، چې محکمو په اتو قضيو کې د منظور پښتین ضمانتونه ومنل او د هغه د خوشې کولو امر يې وکړ.

تر دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړى ٣٥ کلنعارف وزير هم په بند کې تر دوو مياشتو تېرولو وروسته د فبرورۍ پر اتمه نېټه خوشې شوی و.

عارف وزير ويلي، چې د غورځنګ د دوه کلن فعاليت پر مهال شپږ وارې بندي شوى اوشا و خوا ١٣ مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې دي.

عارف وزير وايي، ۲۰ کلن و، چې کور ته يې د پلار، ورور، تره او د تره د زوی جنازې پر يوه ځاى وروړل شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي دوى په قبايلي سيمو کې د لادرکه شويو کسانو پيدا کول، د هدفي وژنو دغه راز له محاکمو پرته د وژنو مخنيوى او له افراطي وسله والو ډلو سره د پاکستان د پوځ د اړيکو پرې کېدل غواړي.

خو د پاکستان حکومت په وار وار ويلي چې د دغو مواردو په تړاو يې اقدامات کړي او دومره قرباني يې ورکړې، چې اوس يې قبايلي سيمو ته امن راوستلى دى.

XS
SM
MD
LG