د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

لاس انجلس ټایمز: ټرمپ او طالبان یو هدف لري، له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل


ځینې بهرنۍ ورځپانې
ځینې بهرنۍ ورځپانې
  • لاس انجلس ټایمز

'ټرمپ او طالبان یو ګډ هدف لري، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل'، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي، له ۱۹ کلنې جګړې وروسته د شنبې په شپه متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې هغه څه پیل کړل چې د محدود اوربند هڅه او اووه ورځنۍ د تاوتریخوالي کموالی یې بللی.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه که دغه ازموینه نتیجه ورکړي په پام کې ده په پایله کې یې د فبرورۍ په ۲۹مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یوه موافقه لاسلیک شي چې هغه به د سولې د بین‌الافغاني پراخو خبرو پیلېدو ته لاره پرانیزي.

د ورځپاڼې په وینا طالبان په یوه اوونۍ کې د پراخو عملیاتو د درولو لپاره د خپلې ژمنې د پر ځای کېدو لپاره ښه دلیل لري او هغه دا چې د وړاندیز شوې موافقې له مخې به امریکا په تدریجي ډول له افغانستانه د خپلو سرتېرو یوه پر څلورمه برخه چې اوس‌یې شمېر شااوخوا ۱۲ زرو ته رسېږي، باسي.

دا د طالبانو یو هدف دی چې هغه د ولسمشر ټرمپ هدف هم دی.

ټرمپ چې بیا یې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی، ژمنه کړې چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو دغه تر ټولو اوږده جګړه به پای ته رسوي.

خو د لاس انجلس ټایمز په لیکنه د سولې هغه پراخه پروسه به چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې تر لاسلیک کېدو وروسته پیلېږي، ډېره ستونزمنه وي او طالبان به‌یې هم یوازنی پېچلی اړخ نه‌وي.

  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ ته پام اړولی او لیکي، په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په ډېرو هغو سیمو کې چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، موبایل شبکو بېرته په فعالیت پیل کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه له طالبانو سره نیمه اوربند په دوهمه ورځ هم ټینګ و.

ډېلي مېل لیکي، طالبان، امریکایي او افغان ځواکونه د تاوتریخوالي د کمېدو پر اوونۍ چې د شنبې د شپې له ۱۲ بجو پیل شوی، څارنه کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه د ښکېلو اړخونو له دغې ژمنه تمه کېږي چې هغه به په جګړو کې د پام وړ کموالی راولي او د اوونۍ په پای به هم د یوې موافقې لاسلیک ته لاره هواره کړي چې له مخې به‌یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي.

د ورځپاڼې په لیکنه په تېرو دوو ورځو کې په لیرې پرتو سیمو کې له کوچنیو نښتو پرته د لویو حملو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

دغې نسبي ارامۍ هم دې ته زمینه برابره کړې چې په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

د کندز د مخابراتو ادارې رئیس اختر محمد ویلي چې تقریباً له درې کلونو وروسته چې په دې ولایت کې مخابراتي شبکو د طالبانو د ګواښ له امله د شپې له‌خوا کار نه‌کاوه، ډېرو دغو شبکو بېرته کار پیل کړی دی.

ډېلي مېل لیکي، د افغانستان د ۳۰ میلیونه نفوس په ملیونونو یې موبایل ټیلیفونونه کاروي او په دغه سکټور کې چې په چټکۍ د پراختیا په حال کې دی، شاوخوا دوه لکه کسان په کارونو لګیا دي.

د دغو شبکو په زرګونه پایې هم په هغو سیمو کې دي چې د دولت د وسله‌والو مخالفانو تر کنټرول یا نفوذ لاندې دي.

XS
SM
MD
LG