د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ملي ارمان: د تاوتریخوالي کمښت د جګړې پای ته هیلې راپارولي


د کابل ځینې ورځپانې
د کابل ځینې ورځپانې

د کابل د نن ورځې ورځپاڼو په خپلو مطالبو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په اړه بحثونه راخیستي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته "د هېلو لاره پرانسته شوه" عنوان ورکړی او لیکي یې دي، چې د طالبانو له لوري د یوې اونۍ د تاوتریخوالي کمښت د افغانستان د جګړې پای ته هیلې راپارولي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، له دې اوو ورځو وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک کېږي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.

لیکوال لیکلي، سره له دې چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به افغاني مذاکرات کېږي، خو لا هم طالبانو نه ده منلې چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي او دا د دې لامل شوې چې تر دې دمه د خلکو له لوري طالبانو د مذاکره کوونکو نوملړ برابر نشي.

د لیکوال په باور که چېرې له دغې ډلې سره د مذاکرې پلاوی ټول ګډونه وي، بین الافغاني مذاکرات به هم پایله وکړي او بالاخره به په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني د تازه خپرې شوې مقالې هغه نقل قول په سرلیک کې راوستی چې وايي په افغانستان کې باید جګړه پای ته ورسېږي.

د دغې ورځپاڼې سر مقاله لیکونکي د سراج الدین حقاني خبرو ته په کتو لیکلي، طالبان هم لېواله دي چې په افغانستان کې جګړه ختمه او با ثباته هېواد ته ورسېږو.

د حقاني شبکې مهم غړي او د طالبانو ډلې مرستیال سراج الدین حقاني تازه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته خپله لومړنۍ مقاله لیکلې او په کې یې ویلي چې (موږ مخکې هم د بهرنیانو له لاسوهنو په کافي اندازه ځورېدلي یو، موږ به له افغانانو سره د سولې په اړه ټول اقدامات ترسره کړو، تر څو ډاډه شو چې نوی افغانستان به د ثبات کور وګرځي، تر څو هېڅ څوک په دې خاوره کې ځان نا مصئونه احساس نه کړي.)

د یادونې ده، چې د سراج الدین حقاني د مقالې د خپرولو له امله په نیویارک ټایمز ورځپاڼې له دې امله د افغان حکومت د بېلابېلو اوسنیو او پخوانیو چارواکو له خوا نیوکې وشوې چې د نوموړي د خبرو ښه تربیون وګرځېده.

همدارنګه د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د سراج الدین حقاني د مقالې په اړه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې حقاني په تېرو ۱۸ کلونو کې زیات بې ګناه افغان وژلي او اوس له خپل دغه دریځ په شا شو.

د سرمقالې د لیکوال په بارو، دا مهال د افغان سولې لپاره ښه چانسونه برابره شوي او باید په ښه توګه ترې ګټه واخیستل شي.

  • هیواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې لیکي چې افغان حکومت له امریکا سره په ګډه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د اونۍ د مدیریت لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.
د سرمقالې لیکوال ټولو هغو ناستو ته اشاره کړې چې د افغان حکومت او امریکایي چارواکو تر منځ شوي دي او په کې د تاوتریخوالي د کمښت د اونۍ په اړه سره غږیدلي دي.

د لیکوال په خبره، افغان حکومت هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د ټولنې له ټولو اقشارو سره سلا مشورې پیل کړي چې د ولس په خوښه به له طالبانو سره سوله کوي.

لیکوال لیکلي، افغان حکومت د تاوتریخوالي کمښت د سولې لپاره ښه فرصت ګڼي او پر ټولو سیاستوالو او خلکو غږ کوي چې هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره واحد دریځ خپل کړي.

XS
SM
MD
LG