د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

انتخاباتي بحث؛ ایا رښتیا هم د ملت جوړونې په اړه د جوبایډن څرګندونې سمې دي؟


د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن
د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نږدې پنځو میاشتو وروسته، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني خپله بریا د افغانستان د ملت او جمهوریت بری وباله، خو ښاغلي عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه ونه‌منله او د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو اعلان‌یې وکړ.

خو ایا د درې‌ګونو قواوو په شتون کې به ښاغلی عبدالله د خپلې پرېکړې په عملي کولو بریالی شي، په افغانستان کې ولسواکي په کومه معنی او ایا رښتیا هم د ملت جوړونې په اړه د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن څرګندونې سمې دي؟

د ټاکنو اړوند په دې ځانګړې خپرونه کې له خپلو مېلمنو سره پر همدې موضوعاتو غږېدلي یوو.

د بحث مېلمانه دي؛

  • شنونکی محب‌الله شریف
  • شنونکی محمد جان رسول‌یار
  • او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:25 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکی: امېد زهیرمل

XS
SM
MD
LG