د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د افغانستان ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو د اعلان په اړه ولې نړیوال غلي دي؟


نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د وروستۍ نتیجې د اعلان په وړاندې د نړیوالو په تېره بیا د افغانستان د دولت د مهمو نړیوالو ملاتړو عکس‌العملونه ډېر پڅ دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی او د هغه سیال، د ملي یووالي په حکومت کې دننه شریک‌یې عبدالله عبدالله هم دوهم ځای خپل کړی دی.

عبدالله د انتخاباتو دغه نتیجه نه‌مني او ځان‌یې بریالی اعلان کړی او پر دې سربېره‌یې هم د جلا حکومت د جوړولو خبره کړې ده.

د انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته د رامنځته شوي وضعیت په اړه نوریاس نوري د چارو له کتونکي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د پیاوړي کېدو چې انتخابات‌یې یومهم اصل دی او د مدني ټولنو د جوړولو لپاره نړیوالې ټولنې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په ملکي او پوځي دواړو برخو کې ډېرې هڅې کړي او اوس چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغې ډیموکراتیکې پروسې یعنې د ولسمشرۍ د جنجالي انتخاباتو نتیجه اعلان کړه ولې نړیوال غلي دي؟

د ښاغلي ستانکزي د ځواب او د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG