د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمر کرکټ لوبډله پاکستان سره لوبېږي


د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ملي لوبغاړي
د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ملي لوبغاړي

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ملي لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې د لوبې لپاره چمتووالی پيل کړی.

دوی پرون یکشنبه د جَنوبي افریقا بنوني ښار ته رسېدلي چېرته چې تمه ده د جمعې په ورځ له پاکستان سره مخامخ شي.

د پاکستان او افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ملي ټیمونه د ۲۰۲۰ میلادي کال د کوارټرفاینل یا اتو غوره ټیمونو په پړاو کې لوبېږي.

د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي ټیم سر روزونکي رئیس احمدزي پرون ویلي چې د پاکستان ټیم وار له مخه د افغان ټيم له فشار سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: "سره له دې چې پاکستان سره له دې مخکې پنځه شپږ واره د ۱۹ کلنو په سطحه مخامخ شوي یو چې په ټولو کې مو ماته ورکړې ده، زموږ توپ وهونکي چې څنګه بېټنګ کوي او زموږ بالران چې څنګه بالنګ کوي ډېر عالي دي او ظاهره خبره ده چې پاکستان باندې به ډېر فشار وي، له همدې فشاره په ګټې اخیستو به موږ د بري لپاره هڅه کوو او په یوه نارمل حالت (له فشار پرته) به میدان ته ورسره وځو."

رئیس احمدزي چې د کرکټ بورډ په فېس‌بوک‌پاڼه‌یې بشپړه مرکه خپره شوې ویلي چې تر وروستي بریده هڅه کوي افغان ټیم بري ته ورسوي.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبغاړو د ۲۰۲۰ میلادي کال په نړیوال جام کې کوربه جَنوبي افریقا، متحده عربي امارات په رسمي لوبو کې مات کړي او تر هغه مخکې یې انګلستان ته هم په تمریني لوبه کې ماته ورکړې.

افغانستان که له پاکستان لوبه وګټي په نیمه پای‌لوبه یا سیمي فاینل کې له هند یا اسټرالیا سره مخ کېږي.

XS
SM
MD
LG