د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

پنټاګون: افغانستان کې تېر کال لسګونو امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې


ارشیف
ارشیف

د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال یې په افغانستان کې لس امریکايي سرتېري وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.

پنټاګون په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له مني وروسته د یوه پلان له مخې افغان او امریکايي ځواکونو پر طالبانو له دې امله فشار زیات کړ، چې د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

د امریکا دفاع وزارت دغه راپور چې دري ورځې مخکې خپور شوی د امریکې کانګرس ته وړاندي کړي.

راپور زیاتوي، چې د پلان بر بنسټ افغان ځواکونو ته امکانات په لاس کې ورکړل شول، څو د جګړې د ابتکار عمل په لاس کې واخلي او په طالبانو دوامدار پوځي فشار زیات کړي.

په راپور کې راغلي، طالبان د دغه فشار له امله په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ونه توانېدل، چې د کوم ولایت مرکز ونیسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، تېر کال افغان ځواکونو ۹۸ فیصده خپلواکه عملیات ترسره کړل چې هدف یې د طالبانو له خوا د لاندې شویو سیمو بېرته نیول و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل: "تېر میلادي کال افغان ځواکونو په مخالفینو باندې فشارونه زیات کړي و، هدف داو چې له طالبانو ځینې سیمې ونیول شي او دومره کمزوري شي، چې د برید وړتیا له لاسه ورکړي، حکومت د سولې لپاره هم کار کړی، ځکه سوله لومړیتوب لري، افغان ځواکونو ۹۸ سلنه خپلواک عملیات کړي او په پاتې دوه سلنه کې د بهرنیانو ملاتړ ورسره و."

په دغه تازه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پاکستان د افغانستان په سوله کې محدود رول درلود خو حقاني شبکه او طالبان اوس هم په پاکستان کې د امن خوندي ځایونه لري.

په راپور کې راغلي، طالبان، داعش او القاعده اوس هم د ګواښ په توګه پاتې دي، چې امریکې او متحدینو ته خطر پېښولای شي.

راپور کې یادونه شوې، چې د امریکا دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ یوازې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې لس امریکايي سرتيري وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان دي.

پنټاګون وايي چې په ټوله کې له ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې چې امریکا په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل، د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکټوبر تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې ۱۹۰۱ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۲۰۶۶۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه شان د همدې کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ځینو افغان سرتېرو له خوا پر خپلو افغان ملګرو یې ۵۷ بریدونه شوي خو په راپور کې یې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل خوا د پوځي چارو پوهان مني، چې تېر کال په افغانستان کې جګړې زیاتې وې، چې د دوی په وینا ډېری زیانونه یې ملیکانو ته اوښتي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل، د جګړې زیاتوالي او په طالبانو فشار په قطر کې د سولې د مذاکراتو اړتیا نوره هم زیاته کړه.

قطر کې طالب او امریکايي مرکچي پلاوي په ګډه غونډه کې. March 12, 2019
قطر کې طالب او امریکايي مرکچي پلاوي په ګډه غونډه کې. March 12, 2019

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې تېر کال د جګړې زیاتوالي او په طالبانو فشار د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې مذاکراتو ضرورت لا پسې ډېر کړ."

بل خوا د پنټاکون په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا سټراټیژۍ هدف دا و، چې افغانستان له ګاونډيو سره یوې اجماع ته ورسېږي او په سیمه کې ورسره اقتصادي همکاري زیاته شي او سولې ته لاره هواره شي.

په راپور کې راغلي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې نیابتي جګړې مخ ته وړي، باید ورسره حساب وشي او په افغانستان کې د جنګېدونکو ډولو سرچینې او بهرنی ملاتړ باید را کم شي.

د راپور په پای کې راغلي، چاروکي هڅه کوي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د پياوړتیا لپاره تر ۲۰۲۳ کال پورې چینوک ( ch -47 ) څرخي الوتکې ورکړي څو د ( MI – 17 ) روسي څرخي الوتکو ځای ونیسي.

XS
SM
MD
LG