د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له پاکستان سره سیالۍ ته تیاری نیسي


د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام دا مسابقې په جنوبي افریقا کې روانې دي.
د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام دا مسابقې په جنوبي افریقا کې روانې دي.

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله په کوارټرفاینل کې له پاکستان سره سیالۍ ته تیاري نیسي.

د افغانستان د لوبډلې سر روزونکي رئیس احمدزی پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان د نولس کلونو ځوانانو د کرکټ سیالي د راتلونکې جمعې په ورځ ده.

رئيس احمدزي وویل: "دافغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله د سیالیو دوهم دور ته وتلې او لومړۍ مسابقه یې د جنوري په ۳۱مه د پاکستان په وړاندې ده."

د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام دا مسابقې په جنوبي افریقا کې روانې دي. دا په جنوبي افریقا کې په روانو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان دریمه لوبه ده.

XS
SM
MD
LG