د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان 'کوارټر فاینل' ته ووت


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کوارټر فاینل ته ووته.

دا سیالۍ په جنوبي افریقا کې روانې دي.

افغانستان به سبا د کاناډا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د لوبډلې سر روزونکي رئیس احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ د سیالیو تر پیل ۱۰ یا ۱۲ ورځې مخکې جنوبي افریقا ته راغلي وو. زموږ ورزشکاران د دې ځای له هوا سره ښه بلد شول."

د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې هم کوارټر فاینل ته وتلې دي.

XS
SM
MD
LG