د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

حنیف اتمر: د 'تاوتریخوالي کمښت' مفهموم واضح نه‌دی، باید اوربند وشي


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر

محمد حنیف اتمر وايي د "تاوتریخوالي کمښت" مفهموم واضح نه‌دی او باید اوربند وشي.

د ملي امنیت دغه پخواني سلاکار چې ولسمشرۍ ټاکنو ته هم کاندید و او بیا یې انصراف ورکړ دا خبره نن په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلي اتمر وویل چې له طالبانو سره د هر ډول هوکړې لپاره باید نړیوال ضمانتونه هم موجود وي.

طالبانو ویلي چې دوی د تاوتریخوالي د کمښت په اړه له امریکايي پلاوي سره له څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي.

له افغان سیاستوال محمد حنیف اتمر سره د سولې اړوند مهمو مسایلو په اړه احمد تکل دا ځانګړې مرکه کړې ده.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:27 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG