د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو نړیوال کرکټ جام: افغانستان له اماراتو او کاناډا سره سیالۍ لري


تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې، د افغانستان د کرکټ لوبډله د را روانې چهارشنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو او د جمعې په ورځ د کاناډا د کرکټ له لوبډلې سره سیالي لري.

د افغانستان لوبډلې پرون، د جنورۍ په ۱۷مه، د جنوبي افریقا د کرکټ له لوبډلې سره سیالي درلوده او ماته یې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورد د رسنیو مسئول فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان لوبډله په دې سیالیو کې په (ب) ګروپ کې لوبې لري.

د افغانستان د تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډله په روانه میاشت کې له کاناډا او متحده عربي اماراتو سره سیالي لري.

په دې سیالیو کې د کرکټ ۱۶ لوبډلې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG