د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

هېواد: ایرانی رژیم باید د خپل جنایت ځواب او تاوان ورکړي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ایراني رژیم له لوري د اوکرینۍ الوتکې د نسکورېدو او د افغانستان پر فضا د هوايي الوتنو ډيرېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې پخپله سرمقاله لیکلي، د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د افغانانو په وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د وژل شویو کسانو د کورنیو حقونه باید خوندي شي.

وړاندې راغلي، په بهر کې هم د افغانانو د امنیت خوندیتوب د دولت په غاړه دی او په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو پېښه باید په جدې توګه وپلټل شي.

د هشت صبح په سرمقاله کې راغلي، د هوايي شرکتونو د تړون له مخې که چیرې الوتکه سقوط کوي شرکت مکلف دی چې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

هېواد

هېواد ورځپاڼه هم پر همدې موضوع تم شوې.

په سرمقاله کې راغلي، له بده مرغه چې ایراني ځواکونو د تهران له هوايي ډګره د اوکرین مسافر وړونکې الوتکه په توغندي ویشتلې او دا پړه یې له ډېر فشار وروسته منلې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ۱۷۹ سپرلۍ ټولې وژل شوي چې ۱۳ کسه یې افغانان دي چې جسدونه یې له پېژندلو وتلي او باید د ډي ان اې ازموینه یې وشي.

د سرمقالې لېکوال لیکي، د نړېوالو الوتنو د قانون له مخې دغه ډول الوتنه ډېر وخت مخکي پلانیږي د مسافرو لېست، هویت، ټېکټونه د مسافرو د سیټونو په شمول د الوتنې ساعت او مهالویش ټول پلانیږي چې کوربه هېواد رادارو او د هوايي چلند له ادارو سره دا هرڅه شریکوي نو له دې سره سره بیا هم دا الوتکه په نښه شوې ده.

هېواد دولتي ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، ایراني رژیم ویلي، ګنې سهواً یې ځواکونو دا الوتکه په نښه کړې خو دا الوتکه له بهره ایران ته نه وه داخله شوې، بلکې د هغوی تر څار لاندې او له پلان او مهالویش سره سم د رادار په اجازه د ایران له زړه تهرانه پورته شوې وه نو دا هېڅ ډول د منلو نه ده چې ګنې دا الوتکه دې په قصدي ډول نه وي په نښه شوې.

په سرمقاله کې ټينګار شوی چې د ایران رژیم په دې کې پړ دی او باید د دغه ستر بشري جنایت ځواب او تاوان ورکړي.

سرمقاله کې راغلي، که څه هم ایراني رژیم دا پړه نه منله خو دا هرڅه یوې شخصي ویډيو افشا کړل او ویډيو ښکاره کوي چې توغندی الوتکه په نښه کوي او راغورځېږي چې دې پیښې د افغانستان، ایران، اوکرین او کاناډا په ګډون په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا ایرن کې د الوتکې نسکورېدو سره د افغانستان پر فضا د الوتکو زیاتېدو په تړاو لېکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، په افغانستان کې دامهال هره ورځ په منځني ډول څه باندې ۲۶۱ الوتکې د افغانستان پرفضا کېږي چې کلنۍ شمېر یې شاوخوا ۹۵ زره الوتنو ته رسیږي چې دا به د افغانستان اقتصاد لپاره خورا ګټور تمام شي خو د سرمقاله لیکوونکي په خبره د دغه الوتکو د مدیریت لپاره باید پوره کار وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG