د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د طالبانو او امریکا مذاکراتو ځنډېدل؛ زلمی خلیلزاد ولې اسلام اباد ته تللی؟


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

یوه ورځ مخکې خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له طالبانو سره مذاکرات په موقتي توګه درېدلي چې هغوی وکړای شي له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي. طالبانو د چهارشنبې په ورځ پر بګرام هوايي اډې برید وکړ. خلیلزاد ویلي چې په دې اړه یې په قطر کې طالبانو ته خپله غصه څرګنده کړه.

ملالۍ بشير له سیاسي کارپوه حکمت حسن سره د مرکې په پیل کې پوښتلي چې وضعیت ته په کتو له قریشي سره د خلیلزاد کتنه په څه معنا ده؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG