د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

"د ټرمپ له غیرډیموکراټیکو مشرانو سره ښه لګیږي"


د امریکا ولسمشر او د شمالي کوریا مشر
د امریکا ولسمشر او د شمالي کوریا مشر

په داسې حال کې چې د امریکاد متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د غړو هېوادونو له زیاتو مشرانو سره پېچلې اړیکې لري، داسې څرګندېږي چې له یو شمېر غیر ډیموکراټیکو مشرانو سره یې ښه لګېږي چې د شمالي کوریا مشر کیم یونګ اون، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په کې شامل دي.

خو له دې سره سره ، یوه تازه سروې څرګندوي چې زیات امریکایان د خپل هېواد لپاره د داسې بهرني سیاست ملاتړ کوي چې د کلکو پوځي تړونونو پر پاللو، ازاد تجارت او په بهرنیو هېوادونو کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د ودې او پیاوړتیا لپاره پر هڅو ولاړه وي.

د روسیې او امریکا ولسمشران
د روسیې او امریکا ولسمشران

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د بهرني سیاست په برخه کې خپل ډول کړه – وړه لري، مکرراً د ناټو تړون یا د امریکا د نورو متحدانو په اړه سختې خبرې کوي.

د ترکیې او امریکا ولسمشران
د ترکیې او امریکا ولسمشران

مثلاً د کاناډا پر صدراعظم چې یوه وېډیویې خپره شوې وه چې د ټرمپ پر خبرو یې ظاهراً ملنډې وهلې وې، سخت انتقاد وکړ.

په لندن کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته یې وویل چې د کانا‌ډا صدراعظم جستن ترودو دوه مخی سړی دی.

خو ولسمشر ټرمپ تل مستبد رهبران لکه ولادیمیرپوتین او د چین ولسمشر شې جېنپنګ ستايي، ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر په اړه په یوه ټویټ کې ولیکل چې هغه به سختو معاملو کې ښه سړی دی.

د امریکا او چین ولسمشران
د امریکا او چین ولسمشران

په ټویټ کې لیکل شوي و: "زه ولسمشر (شې) ښه پېژنم، هغه یو فوق العاده مشر دی چې خپل خلک یې درناوی کوي، زه په دې کې هېڅ شک نه لرم چې که ولسمشر (شې) وغواړي چې په انساني او چټک ډول د هانګ کانګ مسئله حل کړي، کولای شي."

د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د ښکلو لیکونو تبادله او کتنې هم د امریکا په نورو ولسمشرانو کې ساری نه لري.

ډونالډ ټرمپ زیاتوي: "زه فکر کوم چې تاسو به له خپل هېواد سره فوق العاعده ښه راتلونکې ولرئ!"

فرانسیس برون چې د امریکا په متحدو ایالاتو کې يې د اوباما او ټرمپ په ادارو کې د ملي امنیت په شورا کې کار کړي، وايي داسې ګڼل کېږي چې ولسمشر ټرمپ له مستبدو رهبرانو اغېزمن دی.

فرانسیس برون اوسمهال د کارنیګي د نړیوالې سولې په انستېتیوت کې کار کوي.

هغه امریکا ږغ ته ویلي: "زه ډېر وخت داسې فکر کوم چې ولسمشر ټرمپ په شخصي ډول د زورورو سړو تر اغېز لاندی دی، د هغه مقتدر خلک خوښېږي خو ستونزه دا ده چې د امریکا د حکومت نور خلک هڅه کوي چې د زور واکو او مقتدرو مشرانو پر ضد چې د ډیموکراتیکو اصولو سره په مغایرت کې کار کوي، ودرېږي."

په سروې ګانوکې څرګنده شوې چې ډېر امریکایان د خپل هېواد د بهرني سیاست په اړه په دودیز ډول فکر کوي.

د شیکاګوکونسل په نوم د تحقیقاتي ادارې په تازه سروې کې څرګنده شوې چې ۷۸ فیصده امریکايان فکر کوي چې امریکا باید له ناټو ملاتړ ته دوام ورکړي او ۶۰ فیصده امریکایانو باور څرګند کړی چې له کوره بهر د ډیموکراسۍ د پیاوړې کولو لپاره کار امریکا ته مصئونیت ور بښي.

په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر، ایوو دالدر د امریکا په ولسن تحقیقاتي مرکزې د خبرو پرمهال ویلي: "یوازې ۲۰ فیصده امریکایان داسې فکر کوي لکه څرنګه چې ولسمشر فکر کوي او دا چې تړونونه یوازې د متحدانو لپاره ګټه لري، په تجارت کې هم ورته مسئله ده."

ایا د امریکا بهرنی سیاست به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکايي رایې ورکونکو پر پرېکړه اغېز کوي؟

د نړیوالو اړیکو په برخه کې د شیکاګو شورا څېړونکې، دینا سملتز په ویلسن سنټر کې د خبرو پر مهال وویل: "زه فکر کوم چې ښايي دا وار د جمهوري ریاست په ټاکنو کې به ډېر کسان د کرکټر له مخې پرېکړه کوي او پر دې اساس چې ولسمشر زمونږ د نړیوالو متحدانوپه اړه څه دريځ غوره کوي."

خو که چېرې د امریکا عادي خلکو ته وکتل شي، داسې ګڼل کېږي چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ښايي د ولسمشر ټرمپ بهرنی سیاست ډېر رول ونه لري.

ډېر امریکايي راېې ورکونکي د روغتیا سکټور، اقتصاد او د مهاجرت مسئلې ته د اولویت په توګه ګوري.

XS
SM
MD
LG